کریم جنت ۲۲ کلن او کرکټ کیریر ته یې کتنه! | خبریال

کریم جنت ۲۲ کلن او کرکټ کیریر ته یې کتنه!

کریم جنت چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اوسني کپتان اصغر افغان کوچنی ورور دی. نوموړی نن ۲۲ کلن شو او د زوکړې په پار یې مینه والو او افغان کرکټ بورډ نوموړي ته مبارکي وړاندې کړي ده.

کریم جنت ۲۲ کاله وړاندې په همدې ورځ په کابل ولایت کې زیږدلی وو.

کریم جنت ښي لاسی منځني سرعت سره توپ اچونه ترسره کوي او همداشان په ښي لاس توپ وهنه هم ترسره کولی شي.

نوموړي د افغانستان ملي لوبډلې سربیره د نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې لپاره،افغانستان الف لوبډلې،بند امیر زون،سپين غر زون،کابل بازانو او کابل ګرین لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي دي.

کریم جنت چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بالینګ الروانډر شمیرل کیږي.نوموړي لومړۍ پنځوس اوریزه سيالي په ۲۰۱۶ کال کې د زمبابوې خلاف ترسره کړي ده.

شل اوریزه لوبه نوموړي په لومړي ځل په ۲۰۱۶ کال کې د اماراتو کرکټ ملي لوبډلې خلاف په لوبه کې راښکاره شو او په لومړۍ لوبه کې یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

نوموړي د اماراتو خلاف په یاده لوبه کې د درې ویکټو په اخیستلو سره ښه توپ وهنه هم ترسره کړه چې افغانستان ته یې د اماراتو خلاف په لوبه کې بریا ور په برخه کړه.

په ټوله کې نوموړي (۱۱۲) لوبې کړي چې (۱۶۰) ویکټې یې پکې اخیستي دی.

شل اوریزې لوبې:

کریم جنت ټولې ۲۴ شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې په (۲۸،۷۹) اوسط سره یې (۲۴) ویکټې اخیستي دي. په یوه لوبه کې یې غوره توپ اچونه د ۱۱ منډو په بدل کې د ۵ لوبغاړو سوځول دي.

نوموړي همداشان په همدې پارمټ سيالیو کې (۱۶۸) منډې جوړې کړي دي او په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۲۶ دي.

نوموړی په لومړي ځل په ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۴مه نېټه د اماراتو خلاف په لوبه کې راڅرګند شوی وو. وروستۍ سيالي یې په ۲۰۲۰ کال د مارچ په لسمه نېټه د ایرلینډ لوبډلې خلاف ترسره کړي ده.

پنځوس اوریزې سيالۍ:

نوموړي یوه پنځوس اوریزه سيالي ترسره کړې چې ۹ منډې یې په توپ وهنه کې جوړې کړي.خو کومه ویکټ یې په توپ اچونه کې نده ترلاسه کړې.نوموړي ۲۴ بالونه ترسره کړي چې ۳۱ منډې یې پرې ورکړي دي.

فرسټ کلاس سيالۍ:

نوموړي ۱۸ فرسټ کلاس سيالیو کې برخه اخیستي چې ۵۵ ویکټې يې په (۳۶،۹۴) ایوریج سره اخیستي دي.غوره بالینګ یې په یوه لوبه کې د ۱۳۹ منډو په بدل کې د ۷ لوبغاړو سوځول دي.

نوموړي همداشان په بیټينګ کې په څه باندې ۴۳ ایوریج سره ټولې (۱۲۵۰) منډې جوړې کړي دي.چې درې سلیزې او ۶ نیمه سلیزې یې جوړې کړي دي.په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې (۲۱۱) ناسوځيدلې منډې دي.

لیسټ اې سيالۍ:

نوموړي ۲۱ لیسټ اې سيالۍ ترسره کړي دي چې د درې نیمه سلیزو په مټ یې (۴۷۲) منډې جوړې کړي دي.

په بالینګ کې نوموړي بیا ۳۱ ویکټې اخیستي دي.

کورنۍ شل اوریزې لوبې:

نوموړي ۴۸ کورني کرکټ شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې (۵۰) ویکټې او همداشان توپ وهنه کې یې (۶۳۱) منډې جوړې کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ