نیوزیلينډ هم پخپل کوربتوب په سیالیو پیل وکړ! | خبریال

نیوزیلينډ هم پخپل کوربتوب په سیالیو پیل وکړ!

وروسته له هغې چې انګلستان پخپل کوربتوب له ویسټ انډيز،ایرلینډ او پاکستان کرکټ لوبډلو سره سيالۍ پیل کړې.نیوزیلینډ کرکټ بورډ هم په ورته پلان کار پیل کړ، له اسټرالیا،ویسټ انډيز،بنګله دېش او پاکستان لوبډلو سره یې پخپل کوربتوب سیالۍ برابرې کړې.

نیوزیلینډ کرکټ بورډ وایي،سره ددې چې کرونا ویره شته،خو بیا به هم دا سيالۍ د پلان مطابق ترسره شي او یادې لوبډلې به راتلوونکي اوړي کورني موسم پر مهال ددغه هیواد په لوري سفر وکړي.

د نیوزیلینډ کرکټ بورډ اجراییه مشر ډیویډ وایټ وايي،د حکومت سره په ګډه اوسمهال د ټولو ورتلوونکو لوبډلو لپاره د قرنطین اسانتیاوې په ویلنګټن ښار کې برابرې دي.

دهغه په وینا کومې لوبډلې چې سفر وکړي او هلته به ۱۴ ورځې د قرنطین موده تیروي.

وايټ وویل،یوازې د ټلیفوني اړیکې له لارې ددغو سيالیو تایید وشو.

((زه فقط په یوه تلیفوني اړیکه کې شوم.ویسټ انډيز،پاکستان،اسټرالیا او بنګله دېش هم راسره دغه سيالۍ تایید کړې دا نړیوالې سيالۍ به ۳۷ ورځې دوام پیدا کړي.))

د یادونې وړ ده چې نیوزیلینډ هغه هیواد دی چې تراوسه د کرونا ویروس پیښې د نورو هیوادونو په نسبت بیخي په نېشت حساب دي.

د کرونا له کبله تراوسه په یاد هیواد کې ۲۲ کسان مړه شوي دي.

 کرونا ویروس د نورو سپورټي لوبو ترڅنګ په کرکټ هم منفي اغیز وکړ.خو اوس زیاتره هیوادونه هڅه کوي چې بیرته د کرکټ لوبې پیل کړي.

انګلستان لومړۍ هیواد و،چې د کرونا وروسته یې پخپل کوربتوب له ویسټ انډيز سره د تړلو دروازو تر شا د کرکټ لوبې ترسره کړې.

د انګلستان وروسته نیوزیلینډ هم د انګلستان په تګلاره روان شو او په پام کې لري چې پخپل کوربتوب د سيالیو سیریزونه برابر کړي.

وایټ ددې سيالیو د نېټې په اړه څه ونه ویل.خو کومې لوبډلې چې نیوزیلینډ ته د سيالیو لپاره ځي،هغه سيالۍ د (ایف،ټي،پي) برخه دي.

د (ایف،ټي،پي) له مخې به ویسټ انډيز او پاکستان د ټیسټ او شل اوریزو سيالیو لپاره نیوزیلینډ ته سفر وکړي.بنګله دېش او اسټرالیا لوبډلې به د شل اوریزوسيالیو لپاره نیوزیلینډ ته سفر وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ