اظهرعلي: تاسو باید هر وخت کپتان ملامت نه کړئ! | خبریال

اظهرعلي: تاسو باید هر وخت کپتان ملامت نه کړئ!

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ لوبو کپتان اظهرعلي پر ځان د لګول شوو انتقادونو په ځواب کې وویل،چې تاسو باید هر وخت د لوبې بایللو لامل کپتان ونه ګڼئ.

که څه هم نوموړي د کوم چا د نوم اخیستو یادونه ونکړه،خو داسې ښکاریږي چې د هغه خبرې په غیر مستقیم ډول د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي وسیم اکرم ته وې،چې پر هغه یې د لوبې بایللو له کبله انتقادونه کړي وو.

وسیم اکرم انګلستان ته د پاکستانۍ لوبډلې د لومړۍ ټیسټ لوبې بایللو وروسته په اظهرعلي سختې نیوکې کړي وې او ویې ویل چې هغه د کپتانۍ وړ ندی او د لوبې ګټلو تخنیک او چل ول یې دلاسه ورکړئ دی.

اظهرعلي وویل،دا منم چې مونږ باید له خپل ټاکل شوي هدف څخه دفاع کړي وای،خو پدې برخه کې باید کپتان ملامت ونه ګڼل شي.

((د لوبې بایللو وروسته انتقاد ډیر اسان وي.تاسو باید هر وخت کپتان ملامت نه کړئ.زه دا منم چې مونږ ونشول کولی چې د هدف څخه دفاع وکړو.))

اظهرعلي د خپلې لومړۍ لوبې پر بایللو خواشیني هم وښوده،چې څنګه یې ونشول کولی چې یوه ګټلي لوبه وګټي،خو په ورته وخت کې یې د انګلستاني لوبغاړو ستاینه وکړه،چې انګلستان ته یې،یوه ستره بریا ور په برخه کړه.

اظهرعلي وویل،کریس ووکز او جوس باټلر یقیناً چې د انګلستان لپاره ښه لوبه وکړه او له مونږ څخه یې بریا د ځان په لوري کړه.

د یادونې وړ ده چې کریس ووکز او باټلر په یاده لوبه کې بهترین اننګزونه ولوبول او د دوی په مټ انګلستان ستره بریا خپله کړه.

ووکز (۸۴) او باټلر (۷۵) منډې جوړې کړې.

ټاکل شوي چې د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ټیسټ لوبو لړۍ،دوهمه سیالي به د راتلوونکې پنجشنبې په ورځ د انګلستان په سوتهمپټن ښار کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ