راشدخان الف کلب او ایوبي کرکټ کلب پايلوبې کې سره مخ کیږي | خبریال

راشدخان الف کلب او ایوبي کرکټ کلب پايلوبې کې سره مخ کیږي

د بند امیر زون د ۶۴ ثبت کرکټ کلبونو ترمنځ د پیل شوو سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې د مهري ډایمنډ کرکټ کلب او ایوبي کرکټ کلب لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه، چې پکې ایوبي کرکټ کلب لوبډلې مقابلې لوبډلې ته يه اتو ویکټو توپیر ستره ماتي ورکړه او پايلوبې ته یې لاره ومونده.

مهري ډایمینډ کرکټ کلب لوبډلې د پچې یا ټاس په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه ترسره کړه،چې په ټاکل شوو ۲۵ اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره،مقابلې ایوبي کرکټ کلب لوبډلې ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.

د مهري ډایمنډ لوبډلې لخوا خان افغان ۵۱ ډیرې منډې جوړې کړې،دغه شان عیسی خان ۴۰ او امید ۳۵ منډې جوړې کړې.

د ایوبي کرکټ کلب لخوا توپ اچونه کې لعل باز ۳، اعجاز او عبدالطیف هر یوه ( ۲-۲) ويکټې ترلاسه کړې.

ایوبي کرکټ کلب د ټاکلي هدف په تعقیب کې ښکلي لوبه ترسره کړه او په ۲۱ اورونو کې یې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۸ ویکټو یې بریا خپله کړه.

ایوبي کرکټ کلب لخوا په توپ وهنه کې ریاض حسن
۷۳ زیاتې منډې جوړې کړې،همداشان اعجاز خان ۳۹ او وسیم اکرم ۳۰ منډې جوړې کړې.

د مهري ډایمنډ کلب لخوا توپ اچونه کې ایمل خان او یاسین (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ایوبي کلب پدې سره د یادو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده او سبا سهار اته بجې به کابل لوبغالي کې له راشدخان الف کلب سره پايلوبه ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ