د بند امیر زون د ثبت شوو ۶۴ کلبونو ترمنځ د پیل شوو سیالیو په لړ کې نن ورځ فاینل لوبې ته د لارموندنې په موخه، د راشدخان الف کرکټ کلب او همداشان د ګلوبل الف کلب لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه، چې پکې راشدخان الف کلب کرکټ د نوولسو منډو په توپیر بریا خپله کړه.
راشدخان الف کرکټ کلب د ټاس په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه غوره کړه.
په ټاکل شوو ۲۵ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۳ منډې جوړې کړې او ګلوبل الف کرکټ لوبډلئ ته یې د ۲۳۴ منډو هدف وټاکه.
د راشدخان الف کلب لخوا شفیق الله غفاري تر ټولو ډیرې (۹۳) منډې جوړې کړې،همداشان شفیع الله عالمزي (۵۵) او حنظ الله (۳۰) منډې جوړې کړې.
د ګلوبل الف کلب لخوا په توپ اچونه کې وکیل او ولید خان هر یوه (۲-۲) زاهدالله او ویس بیا (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.
په ځواب کې یې ګلوبل الف کلب په ۲۵ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۱۵ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۱۹ منډو په توپیر بایلوده.
د ګلوبل الف کلب لپاره توپ وهنه کې سمیع مموزي (۵۱) ضیاءالله (۴۶) او ولید خان (۳۱) منډې جوړې کړې.
د راشد خان الف کلب لخوا دتوپ اچونه کې ابرار خان او شفیق الله غفاري (۳-۳) ابراهیم او احسان الله
(۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.
د یادولو وړ ده چې د راشدخان الف کلب لوبډلې سره پایلوبه کې د مخامخ کیدو لپاره د نیمه پایلوبې دوهمه سیالي به په څو شېبو کې دننه د ایوبي کلب او مهري ډایمنډ کلب ترمنځ ترسره شي.