د چلینج کپ ولایتي سیالیو مهال ویش اعلان شو | خبریال

د چلینج کپ ولایتي سیالیو مهال ویش اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د چلینج کپ لومړۍ درجه ولایتي سیالیو مهال ویش اعلان شو،چې له مخې به یې لومړۍ لوبه کې خوست له هلمند لوبډلې سره او په دوهمه لوبه کې به کابل د بلخ لوبډلې په وړاندې سیالیو کې سره مخ شي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې دا سیالۍ به د روانې اګسټ میاشتې له دیارلسمې نېټې څخه،د اګسټ تر ۲۲مې نېټې پورې،د خوست په دوو لوبغالو کې ترسره شي.

ټولې اته لوبډلې په دوو ګروپونو ویشل شوي،چې په الف ګروپ کې خوست،کابل،بلخ او هلمند لوبډلې شاملې دي.

په (ب) ګروپ کې ننګرهار،کندهار،میدان وردګ او فریاب لوبډلې شاملې دي.

د هر ګروپ څخه به دوه پیاوړي لوبډلې سیمي فاینل ته لار ومومي.

د یادونې وړ ده چې د ټولو ترمنځ به ټولټال دوولس لوبې ترسره شي او له هغې وروسته به سیمي فاینل او فاینل لوبه ترسره شي.

ددغو سیالیو لپاره لا وړاندې د کرکټ بورډ لخوا لوبډلې هم اعلان شوي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ