افسر ځاځی ۲۷ کلن او کریکټ کیریر ته یې کتنه! | خبریال

افسر ځاځی ۲۷ کلن او کریکټ کیریر ته یې کتنه!

افسر ځاځی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو پیاوړی ویکټ ساتونکی لوبغاړی شمیرل کيږي.

نوموړي نن ۲۷مه کلیزه ده او په ویاړ یې د کرکټ بورډ ترڅنګ، ځينو کرکټرانو د هغه مینه والو نوموړي ته د زوکړې ورځ مبارکي ویلي ده.

نوموړی په ښي لاس توپ وهنه ترسره کوي.نوموړی ۱۶ کلن وو، چې په لومړي ځل د ۲۰۱۰ کال د نوولس کلنو نړیوال جام لپاره د افغان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډله کې شامل شو.نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې د نوولس کلنو نړیوال جام کې هم د افغان لوبډلې برخه وو.

نوموړی د ۱۸ کلنۍ په عمر په لومړي ځل په انټرکانټينینټل کپ سيالیو پر مهال د هالینډ لوبډلې خلاف په لوبه کې را څرګند شو.نوموړي په دوهم اننګز کې ۸۴ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې ۳ ویکټو بریا ور په برخه کړه.

افسر ځاځی په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې،د عربي متحده اماراتو لوبډلې خلاف د څلور یو ورځنیو لوبو سیریز کې راڅرګند شو او نوموړي به اکثره وخت په لوبو کې خپله ویکټ ساتله.

نوموړي ته همداشان په ۲۰۱۵ کال د اسټرالیا په کوربتوب په نړیوال پنځوس اوریز جام سيالیو کې هم،په افغان کرکټ ملي لوبډله کې ځای ورکړل شوی وو.هغه مهال نوموړی یوازینی ویکټ ساتوونکی وو چې یوولس کسیزه لوبډله کې شتون لري.

ویکټ ساتوونکي لوبغاړي افسر ځاځي درې ټیسټ،۱۷ یو ورځنۍ او ۱ شل اوریزه لوبه ترسره کړي ده.چې پکې په وار سره یې (۱۳۵)، (۲۶۴) او (۹) منډې جوړې کړي دي.

فرسټ کلاس سیالۍ:

نوموړي همداشان ۲۷ فرسټ کلاس سيالیو کې برخه اخیستي،چې د ۲ سلیزو او ۶ نیمه سلیزو په مټ یې (۱۱۱۱) منډې جوړې کړي دي.

لیسټ اې سيالۍ:

نوموړي ۴۰ لیسټ اې سيالۍ ترسره کړي،چې د څلورو نیمه سلیزو په مټ یې،ټولې (۷۶۸) منډې جوړې کړي دي.

شل اوریزې کورنۍ سيالۍ:

نوموړي ۱۶ کورنۍ شل اوریزې لوبې ترسره کړي،چې په (۳۱،۵۰) اوسط سره یې ټولې (۳۱۵) منډې جوړې کړې دي.
نوموړي په ټولو پارمټونو کې تردې دمه (۲۴۱) څلوریزې ، (۲۶) شپږیزې،(۱۳۴) کیچونه او (۲۵) سټمپ ترسره کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ