د جنورۍ نه تر جون پورې زیات پلټل شوي لوبغاړي | خبریال

د جنورۍ نه تر جون پورې زیات پلټل شوي لوبغاړي

د سیم روش د مطالعې او څیړنې له مخې،د روان کال په شپږو میاشتو کې زیات په انلاین بڼه پلټل شوو لوبغاړو لیست کې هندوستاني لوبغاړي له ټولو وړاندې دي.

د یاد څيړنیز مرکز د راپور له مخې چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ میاشتې څخه تر ۲۰۲۰ کال جون میاشتې پورې،په انلاین بڼه زیات پلټل شوو لوبغاړو لیست کې هندی کپتان ویراټ کوهلي لومړۍ او روهیت شرما دوهم مقام لري.

په نړیواله کچه د دغو دوو لوبغاړو ویراټ کوهلي او روهیت شرما شهرت کومه نوي خبره نده او دواړولا وړاندې په نړیواله کچه خپل شهرت ترلاسه کړی دی.

د سیم روش د څيړنې له مخې چې پدې شپږو میاشتو موده کې هندی کپتان ویراټ کوهلي په اوسط ډول،هره میاشت (۱۶،۲لکه) ځلې په انلاین بڼه پلټل شوی دی.

ورپسې روهیت شرما په دوهم مقام دی چې (۹،۷لکه ځلې)،مهندراسینګ ډوهني (۹،۴لکه ځلې)،جورج مکئ (۹،۱لکه ځلې)،جوش رېچارډز (۷،۱لکه ځلې)،هارډيک پانډيا (۶،۷ لکه ځلې)،سچن ټنډولکر (۵،۴لکه ځلې)،کریس میتوز (۴،۱لکه ځلې) او شریاس آیئر (۳،۴لکه ځلې) شامل دي.

ددې ترڅنګ د کرکټ په لوبډلو کې هند لومړۍ مقام لري او یاده لوبډله پدې موده کې په اوسط ډول هره میاشت (۲،۴لکه) ځلې پلټل شوي ده.

ورپسې انګلستان په دوهم مقام چې (۰،۶۶)، اسټرالیا (۰،۳۳)،ویسټ انډيز (۰،۲۹)،پاکستان (۰،۲۳)، سویلي افریقا (۰،۱۶)، بنګله دېش (۰،۱۲)، نیوزیلینډ (۰،۱۲)، سریلانکا (۰،۰۹)،ایرلینډ (۰،۰۵)، افغانستان (۰،۰۴)او زمبابوې (۰،۰۳) لکه ځلې په انلاین بڼه پلټل شوي یا سرچ شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ