جېمز اندرسن:اوس مهال د تقاعد کیدو پلان نه لرم | خبریال

جېمز اندرسن:اوس مهال د تقاعد کیدو پلان نه لرم

د اولډ ټرافرډ ټيسټ لوبه کې په سمه توګه د اندرسن د نه ځلیدو وروسته داسې اوازې خپرې شوې،چې شاید نور هغه د ټيسټ کرکټ کیریر د تل لپاره د پای ټکی کیږي.خو پخپله اندرسن ددې هر څه په اړه نن خپل واضحات ورکړ او ويې ویل چې په اوس وخت کې د ټیسټ کرکټ پریښودو کوم پلان نه لري.

نوموړي وویل، یوازې د یوې خرابې لوبې وروسته سمدستي ناسم تبلیغات او تقاعدی خبرونه خپره شي.چې دا ځورونکي دي.هغه وویل،پدې پوهیږي که خرابو کارکردګیو ته همداسې دوام ورکړي،بیا يې په لوبډله کې ځای جوړیدل ستونزمن دی.

د جېمز اندرسن په وینا پوره هڅه به کوي،چې په لوبډله کې خپل ځای جاري وساتي.

اندرسن د اولډ ټرافرډ ټيسټ لوبه کې د ۹۷ منډو په ورکولو سره یوه ویکټ اخیستي وه،چې په لوبډله کې د هغه د ځای په اړه شکونه رامنځ ته شول.

جېمز اندرسن وویل،که په راتلوونکي کې بیا هم ښه ونه ځلید،بیا د سلیکشن کميټې وخت به نه ضایع کوي او د کرکټ څخه د تقاعد کیدو په اړه به فکر وکړي.

هغه وویل: (( زه غواړم چې تر هغې خپلو لوبو ته دوام ورکړم چې څومره مو په توان کې وي.که چیرې همداسې بالینګ چې همدې اوونۍ کې مو وکړ،دوام وکړي.بیا به د تقاعد پریکړه زما پخپلو لاسونو کې وي او نه غواړم چې سلیکشن کمیټې ته ستونزه جوړه کړم.))

د یادونې وړ ده چې جیمز اندرسن چې د سوينګ بالونو پاچا په نوم هم شهرت لري،پدې وروستیو کې اوټ فوم شوی دی.

نوموړی د انګلستان لپاره لومړۍ بالر دی چې په ټیسټ کرکټ کې تر ټولو ډيرې ویکټې لري.نوموړی اوسمهال ۵۹۰ ویکټې لري او یوازې لس ویکټې له ۶۰۰ ویکټو څخه لرې دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ