پټانجلي شرکت هم د ای پي ایل سپانسرۍ اخیستو ته چمتوالی وښود | خبریال

پټانجلي شرکت هم د ای پي ایل سپانسرۍ اخیستو ته چمتوالی وښود

د معلوماتو له مخې چې ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو د سپانسرۍ د ترلاسه کولو لپاره د هند کورني بابا رمدیپ پټانجلي هم لیوالتیا ښودلي ده.

پټانجلي په هندوستان کې د طبعي بوټو او خوراکي شیانو ستر شرکت دی چې خلکو ته خدامات وړاندې کوي.

اکانومیک ټایمز د پاټنجلي شرکټ د ویاند له قواله لیکلي: ((مونږ هم د روان کال د ای پي ایل سيالیو د سپانسرۍ ترلاسه کولو تکل لرو.مونږ غواړو چې پاټنجلي شرکت ته، په نړیواله کچه هم شهرت ورکړو.))

هند کرکټ بورډ د اګسټ په شپږمه نېټه د چینایي موبایل کمپنۍ سره لدې کبله خپل تړون پای ته ورسوه،چې د هند او چین ترمنځ په سرحدي پوله د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ نښتې او جنجالونه زیات شول.

د پټانجلي شرکت ترڅنګ جایو،آمازون،ټاټا ګروپ،ډریم الیون،بایجس هم د ای پي ایل سيالیو د سپانسرۍ ترلاسه کولو لپاره ځانونه کاندیدان کړي دي.

د سيالیو ټېټل سپانسرشیپ د ای پي ایل سيالیو په عوایدو کې مهم رول لري،چې نیمایي برخه یې په ۸ لوبډلو ویشل کیږي.

ویؤو چینايي موبایل شرکت د پنځو کالونو لپاره ( ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال) پورې د هند ای پي ایل سيالیو سپانسري په ۲۱۹۰ کروړه هندۍ کلدارو له هند کرکټ بورډ څخه اخیستي وه.چې د یاد شرکت لخوا به هر کال څه نا څه ۴۴۰ کروړه هندۍ کلدارې،هند کرکټ بورډ ته ورکول کیدې.

ټاکل شوي چې د ۱۳م پړاو ای پي ایل سيالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پيل چې د نومبر تر اتمې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ