شاهدالله کمال کرکټ کیریر ته لنډه کتنه! | خبریال

شاهدالله کمال کرکټ کیریر ته لنډه کتنه!

د شاهدالله کمال په ۱۹۹۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۶مه نېټه په خوست ولایت کې پیدا شوی دی.اوس مهال ۲۱ کاله عمر لري.

شاهدالله کمال په کیڼ لاس ښه توپ وهنه او همداشان په کیڼ لاس ورو توپ اچونه ترسره کوي.
نوموړي په ټوله کې ۶۹ سیالۍ ترسره کړي چې له ۳۰۰ زیاتې منډې او له ۴۰ یې پکې زیاتې ویکټې اخیستي دي.

شاهدالله کمال ددې ترڅنګ د، سپين غر زون،مس عینک زون، افغانستان نوولس کلنې او الف لوبډلې لپاره هم لوبې ترسره کړي دي.

فرسټ کلاس سیالۍ:

نوموړي ۲۱ فرسټ کلاس سيالۍ ترسره کړي چې په (۵۹،۵۱) اوسط سره یې ټولې (۲۸۱۸) منډې جوړې کړي دي.نوموړي د ۶ سلیزو او ۸ نیمه سلیزو په مټ،په همدې پارمټ سيالیو کې ټولې ۲۱۵ څلوریزې او ۳۹ شپږیزې وهلي دي او همداشان یې ۲۰ کیچونه هم اخیستي دي.

په یوه لوبه کې يې زیاتې منډې ۱۸۹ دي.نوموړي لومړۍ فرسټ کلاس سيالي په ۲۰۱۷ کال نومبر میاشتې په نوولسمه نېټه د سپین غز لوبډلې خلاف ترسره کړه،چې په لومړي اننګز کې یې ۱۸ او په دوهم اننګز کې يې ۶۳ منډې جوړې کړې.

نوموړي همداشان په یاده لوبه کې ۳ ویکټې هم ترلاسه کړي وې.

ددې ترڅنګ د بالینګ په برخه کې ۱۳۶۶ بالونه ترسره کړي دي،چې ۸۶۴ منډې یې ورکړي او ۲۰ ویکټې يې پکې اخیستي دي.

نوموړي وروستۍ فرسټ کلاس سيالي په ۲۰۱۹ کال دسمبر میاشت کې د بندامیر لوبډلې خلاف ترسره کړي،چې ټولې یې ۶۹ منډې او ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

لیسټ اې سيالۍ:

شاهدالله کمال ۲۶ لیسټ اې سیالۍ ترسره کړي،د ۲ سلیزو او ۴ نیمه سلیزو په مټ یې ټولټال (۷۶۲) منډې جوړې کړي دي.نوموړي په همدې پارمټ سيالیو کې ۶۰ څلوریزې او ۱۸ شپږیزې وهلي دي او همداشان یې ۱۲ کیچونه پکې اخیستي دي.په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې (۱۰۳) ناسوځيدلي منډې دي.

د بالینګ په برخه کې نوموړي بیا ۵۴۹ توپونو ۴۵۰ منډې ورکړي او ۸ ویکټې یې اخیستي دي.
نوموړي په لومړي ځل لیسټ اې سيالي په ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د زمبابوې الف لوبډلې خلاف ترسره کړه،چې ۲۲ منډې یې پکې جوړې کړې او همداشان یې،یوه ویکټ هم واخیسته.

شل اوریزې سيالۍ:

نوموړي ۲۲ شل اوریزې سيالۍ کړي او څه باندې ۲۷ ایوریج سره یې ټولې (۴۳۹) منډې جوړې کړي دي.نوموړي د ۲ نیمه سلیزو په مټ،په همدې پارمټ سيالیو کې ۲۶ څلوریزې او ۱۹ شپږیزې وهلي دي.په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۵۷ دي.

نوموړي لومړۍ شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۱۲مه نېټه د بند امیر ښامارانو لوبډلې په ګټه ترسره کړه.چې یوازې یوه منډه یې جوړه کړه.

وروستۍ سیالۍ یې په ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د سپين غر لوبډلې په ګټه ترسره کړه،چې په یاده لوبه کې نوموړي ۱۱ منډې جوړې کړې.

شاهدالله کمال چې يو ښه الروانډر شمیرل کيږي.اوس مهال د چیلینج کپ لومړۍ درجې ولایتي سيالیو لپاره په تمریناتو بوخت دی.

چیلینج کپ لومړۍ درجې سيالۍ به د روانې اګسټ میاشتې په ۱۳مه نېټه پيل چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې به دوام وکړي.شاهدالله کمال پدې سيالیو کې بیا د خوست کرکټ لوبډلې مشري په غاړه لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ