کابل بازانو د ۷م پړاو شپږیزه لیګ اتلوالي خپله کړه | خبریال

کابل بازانو د ۷م پړاو شپږیزه لیګ اتلوالي خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کورني کرکټ شپږیزه لیګ چې د سپټمبر میاشتې په شپږمه نېټه پیل شوی وو.نن ورځ یې د کابل بازانو او مس عینک لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې پکې کابل بازانو لوبډلې د ۹ منډو په توپير مس عینک لوبډلې ته سخته ماتي ورکړه او پدې سره یې د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلوالي خپله کړه.

سيالۍ کې لومړی توپ وهنه کابل بازانو ترسره کړه،که څه هم دومره لوی ټارګیټ یې مقابلې لوبډلې ته ورنکړ.یادې لوبډلې په (۱۹،۱) اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره یوازې ۱۳۹ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لوبډلې لخوا توپ وهنه کې سمیع الله شینواري او یونس احمدزي زیاتې منډې جوړې کړې،چې په دواړو په ترتیب سره (۳۲) او (۳۶) منډې جوړې کړې.

د مس عینک لخوا توپ اچونه کې بیا درې ویکټې ترلاسه کړې.شاپور او نور احمد دوه،دوه ویکټې ترلاسه کړې.ابراهیم او عبدالرحمن یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

که څه هم یاد ټارګیټ دومره لوړ نه وو،داسې اټکل کیده چې مس عینک لوبډله به په اسانۍ سره یاد هدف ترلاسه کړي،خو کابل بازانو لوبډلې ښکلي توپ اچونه ترسره کړه او مس عینک لوبډلې یې پرینښوده چې یاد هدف ته ځان ورسوي او ټوله لوبډله په (۱۹،۴) اورونو کې په ۱۳۰ منډو وسوځيده او پدې سره یې پایلوبه کابل بازانو ته بایلوده.

د مس عینک لخوا په توپ وهنه کې غمي ځدراڼ (۴۰) زیاتې منډې جوړې کړې،یاده دې وي چې مس عینک لوبډلې درې لوبغاړي په منډه کې له لاسه ورکړل.

د کابل بازانو لخوا توپ اچونه کې نجات مسعود او ننګیالي (۲-۲)،حسیب لکڼوال،عظمت الله او ضیاء الرحمن یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ