مکسویل او الیکس کېري اسټرالیا لوبډلې ته سیریز وګاټه | خبریال

مکسویل او الیکس کېري اسټرالیا لوبډلې ته سیریز وګاټه

کریکبال وېبپاڼه-د اسټرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سیریز په وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا لوبډلې د ګلین مکسویل او الیکس کېري د سلیزو په مرسته له انګلستان څخه د یو ورځنیو لوبو سیریز پخپل نوم کړ.

انګلستان لوبډلې د پچې په ګټلو لومړی توپ وهنه پیل کړه،که څه هم د دوی پيل ښه نه وو او په سر کې یې دوه لوبغاړي جسن روی او جو روټ په صفر سره مېچل سټارک ته ویکټې پريښودې.خو وروسته جوني بېرسټو او سام بېلنګس ښکلي توپ وهنه ترسره کړه.

بېرسټو په ۱۲۶ توپونو (۱۱۲) منډې جوړې کړې، ۱۲ څلوریزې او دوه شپږیزې یې ووهلې.

بېلنګس د (۵۷) منډو جوړولو وروسته د اډم زمپا لخوا اوټ شو او دواړو ترمنځ یې دغه اوږده ملګرتیا پای ته ورسوله.

په نورو توپ وهونکو کې مورګن (۲۳)، ټام کرن (۱۹) او کریس ووکس (۵۳) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

په ټوله کې انګلستان په پنځوس اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو (۳۰۲) منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې د سیالۍ ګټلو په موخه د ۳۰۳ منډو هدف ورکړ.

د اسټرالیا لخوا توپ اچونه کې سټارک او زمپا (۳-۳) لوبغاړي وسوځول او پاټ کمینز بیا یو لوبغاړی وسوځاوه.

ټاکل شوي هدف پوره کولو کې،داسې نه ښکاریده چې اسټرالیا لوبډله د ځان ور وراسوي،ځکه چې دوی په ۷۳ منډو کې نیمایي لوبډله له لاسه ورکړي وه،خو وروسته د ګلین مکسویل او الیکس کېري ترمنځ په زړه پورې ملګرتیا ترسره شوه.

مکسویل په ۹۰ توپونو سره (۱۰۸) منډو جوړولو وروسته عادل راشید ته خپله ویکټ پریښوده.

نوموړي توپ وهنه کې ۷ شپږیزې او ۴ څلوریزې هم شاملې وې.

کېري بیا په ۱۱۴ توپونو (۱۰۶) منډې جوړې کړې،نوموړي توپ وهنه کې دوه شپږیزې او ۷ څلوریزې شاملې وې.

په نورو توپ وهونکو کې ډیويډ ورنر (۲۴) زیاتې منډې جوړې کړي وې.

د انګلستان لخوا توپ اچونه کې جو روټ او کریس ووکس (۲-۲)،ارچر او عادل راشید (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د اسټرالیا لوبډلې لخوا د وروستي اور په څلورم توپ سره د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په درې ویکټو یې بریا او همداشان د یو ورځنیو لوبو سیریز اتلوالي خپله کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی او همداشان د سیریز غوره لوبغاړی اسټرالیاوی الراونډر ګلین مکسویل ونومول شو.

لدې وړاندې شل اوریزو لوبو سیریز انګلستان لوبډلې ګټلی وو.

ټاکل شوي چې لدې وروسته به ځینې انګلستاني او اسټرالیاوي لوبغاړي په ای پي ایل کې د ګډون په موخه اماراتو هیواد ته روان شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ