محمد حفيظ:راځی چې د زمبابوې خلاف ځوان لوبغاړي هم وازمویو | خبریال

محمد حفيظ:راځی چې د زمبابوې خلاف ځوان لوبغاړي هم وازمویو

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الروانډر محمد حفيظ وایي،راځی چې ټول سنیئر لوبغاړي د زمبابوې خلاف راتلوونکي سیریز کې خپل ځایونه ځوانو لوبغاړو ته پریږدو او لدې لوبو استراحت واخلو.

ټاکل شوي چې د زمبابوې او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو او څو شل اوریزو سیالیو سیریز به د اکتوبر میاشتې له شلمې نېټې څخه د ملتان او راولپنډۍ په ښارونو کې ترسره شي.

حفيظ ويلي،پخپله چمتو دی چې ځوانو لوبغاړو ته خپل ځای پریږدي،نوموړي په نورو زاړو لوبغاړو هم غږ کړی دی چې پدې سیريز کې ځوانو لوبغاړو ته ځایونه پریږدي او له دغه سیریز څخه استراحت وکړي.

((زه چمتو یم چې د زمبابوې خلاف سیریز څخه استراحت واخلم.زما په خیال چې دا به د ځوانو لوبغاړو یو ښه فرصت شي چې پدې سیریز کې خپلې تجربې خاصلې کړي.))

محمد حفيظ چې د انګلستان خلاف په شل اوریز سیریز کې یې دوه نیمه سلیزې هم بشپړې کړې.د نوي او ځوانو لوبغاړو ستاینه یې وکړه.

حفیظ وویل،حیدرعلي چې يو ځوان او استعدادي لوبغاړی دی،ډيره ښه لوبه ترسره کوي،یوازې لږ څه تخنیک ته اړتیا لري،ترڅو یو بهترین لوبغاړی ترې جوړ شي.

((کله چې ځوان لوبغاړي د مینه والو په مخ کې ښې لوبې ترسره کوي،زه یې همیشه ملاتړی یم.زه غواړم چې ډير ځوانان را وړاندې کړل شي،تر څو د نړیوال کرکټ لپاره په بشپړه توګه چمتو واوسي.))

محمد حفیظ د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړی شمیرل کیږي او د یادې لوبډلې لپاره یې ډيرې سيالۍ هم ګټلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ