روهیت شرما د ممبۍ انډیانز لپاره پنځه ستر ریکارډونه! | خبریال

روهیت شرما د ممبۍ انډیانز لپاره پنځه ستر ریکارډونه!

کریکبال وېبپاڼه- روهیت شرما د ای پي ایل له پيل څخه پدغه لیګ کې لوبیږي،نوموړی په ۲۰۱۳ کال نیمايي کې د ممبۍ انډيانز لوبډلې کپتان وټاکل شو او په لومړي ځل یې په همغه کال پخپله کپتانۍ کې د ممبۍ انډيانز لوبډلې لپاره د اتلوالۍ جام خپل کړ.

نوموړي همدغه ریکارډونو ته دوام ورکړ.په ۲۰۱۵، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کال کې یې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لپاره د اتلوالۍ جامونه وګټل.

دا چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو ته څو ورځې پاتي دي،مونږ هم په لنډ ډول د روهیت شرما هغو ریکارډونو ته کتنه کړي چې نوموړي د ممبۍ انډيانز لوبډلې لپاره جوړ کړي دي.

۱- په ای پي ایل کې تر ټولو بریالی کپتان

روهیت شرما پخپله کپتانۍ کې څلور ځلې ممبۍ انډيانز لوبډلې ته د اتلوالۍ جامونه ور په برخه کړي دي.پدې سره په ای پي ایل سيالیو کې تر ټولو بریالی کپتان شمیرل کیږي چې پخپله کپتانۍ کې یې زیات جامونه ګټلي دي.هیچا به داسې نه ويل چې ممبۍ انډيانز لوبډله به په دوو غوره لوبډلو یا پایلوبې ته لار پیدا کوي،خو هر ځلې پدې توانیدلي چې تر پایلوبې ځان وراسوي.د روهیت شرما په کپتانۍ کې ممبۍ انډيانز لوبډلې د ۲۰۱۳ کال، ۲۰۱۵ کال، ۲۰۱۷ کال او ۲۰۱۹ کال اتلوالۍ خپلې کړي دي.

۲- د ممبۍ انډيانز لوبډلې لپاره د منډو ماشین

روهیت شرما د ممبۍ انډيانز لوبډلې لپاره د ای پي ایل په هر موسم کې د منډو ماشین پاتي شوی دی.نوموړی څو ځلې پدې توانیدلی دی چې په هر ای پي ایل موسم کې له ۴۰۰ زیاتې منډې جوړې کړي.

نوموړي په ۲۰۱۲ کال ای پي ایل موسم کې (۴۳۳) منډې جوړې کړي وې. په ۲۰۱۳ کال کې یې (۵۳۸) منډې جوړې کړي وې. په ۲۰۱۵ کال کې یې (۴۸۲) منډې جوړې کړي وې او په ۲۰۱۹ کال ای پي ایل سيالیو کې یې (۴۰۲) منډې جوړې کړي وې.

۳- د یادې څانګې لپاره یې زیاتې منډې

روهیت شرما د ممبۍ انډيانز لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړي دي.نوموړي د یادې څانګې لپاره ۱۴۳ لوبې ترسره کړي دي چې په (۳۱،۸۶) اوسط سره یې تردې دمه (۳۷۲۸) منډې جوړې کړي دي.هغه ۲۸ نیمه سلیزې او یوه سلیزه هم جوړه کړي ده.له هغه وروسته یوازې کیرون پولارډ دی چې د ممبۍ لپاره يې زیاتې منډې جوړې کړي دي.کیرون پولارډ له روهیت (۱۰۰۰) منډې وروسته دی،هغه د ممبۍ په ګټه (۲۷۵۵) منډې جوړې کړي دي.

د روهیت ترڅنګ امباتي رایدو،لېنډل سیمونز او سچن ټنډولکر هم پخپلو وختونو کې د ممبۍ لپاره ښې لوبې ترسره کړي دي.

۴- زیاتې نیمه سلیزې

روهیت شرما د ممبۍ انډيانز لوبډلې لپاره یوازینی لوبغاړی دی چې ډيرې نیمه سلیزې یې جوړې کړي دي،هغه مجموعي ۲۸ نیمه سلیزې جوړې کړي دي. په ۲۰۱۳ کال کې نوموړي څلور نیمه سلیزې او په ۲۰۱۶ کال کې یې پنځه نیمه سلیزې جوړې کړي وې او په نورو پړاو کې يې په ترتیب سره نیمه سلیزې جوړې کړي دي.په ای پي ایل کې یې مجموعي نوموړي ۳۶ نیمه سلیزې وهلي دي چې پدې کې يې ۲۸ یوازې د ممبۍ انډيانز په ګټه وهلي دي.

۵- په یوه اننګز کې زیاته کیچونه

د ښې توپ وهنې ترڅنګ روهیت شرما یو بهترین ډګر ساتونکی هم دی.د کیرون پولارډ وروسته چې د ۸۹ کیچونه یې اخیستي دي.روهیت په دوهم مقام دی،نوموړي په ۱۳۷ لوبو کې ۵۹ کیچونه اخیستي دي.که په یوه اننګز یا لوبې ته راشو.نوموړي زیات کیچونه په یوه لوبه کې څلور اخیستي دي.هغه په ۲۰۱۶ کال کې د ګوجرات لاینز لوبډلې خلاف په یوه لوبه کې ۴ کیچونه ترلاسه کړي دي.

ای پي ایل سيالۍ چې د سپټمبر په نوولسمه نېټه د ممبۍ انډيانز او چنای سوپر کینکز لوبډلې په لوبو سره پیلیږي،سر له اوسه ریکي پونټينګ ویلي،چې پدې سيالیو کې به تر ټولو خطرناک لوبغاړی روهیت شرما وي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ