د یو ورځنیو لوبو الراونډرانو په درجه بندۍ کې نبي په لومړی مقام پاتي شوی | خبریال

د یو ورځنیو لوبو الراونډرانو په درجه بندۍ کې نبي په لومړی مقام پاتي شوی

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو سیریز پای ته رسيدو وروسته کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو لوبغاړو نوي درجه بندي اعلان کړه،چې پکې د الراونډارنو لیست کې  افغان الروانډر محمد نبي عیسی خېل پخپل لومړي مقام پاتي شوی دی.

د ای سي سي لخوا د لسو غوره الروانډرانو په لیست کې محمد نبي عیسی خېل ترڅنګ انګلستانی کریس ووکس چې د اسټرالیا خلاف پدې وروستي سیریز کې یې ښې لوبې ترسره کړې دوهم مقام ترلاسه کړی دی.

ورپسې په دریم مقام پاکستانی عماد وسيم قرار لري.راشدخان هم چې اوس یو ښه الروانډر شمیرل کیږ،د الروانډرانو پدې لیست کې شپږم مقام خپل کړی دی.

د ای سي سي لخوا د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې هندی ویراټ کوهلي لا هم پخپل لومړي مقام پاتي شوی دی.نوموړی د (۸۷۱) نمرو په لرلو سره د سر په ځای کې قرار لري،ورپسې په دوهم مقام روهیت شرما دی او په دریم مقام پاکستانی بابر اعظم قرار لري.

د یو ورځنیو لوبو د توپ اچونکو په لیست کې افغان ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن دریم مقام خپل کړی دی او په لومړي مقام کې نیوزیلینډی ټرنټ بولټ او په دوهم مقام هندی جسپرټ بومرا قرار لري.

 

 

 

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ