اماراتو لوبډلمشر احمد رضا د ار سي بي لوبډلې سره تمریني کمپ کې یو ځای شو | خبریال

اماراتو لوبډلمشر احمد رضا د ار سي بي لوبډلې سره تمریني کمپ کې یو ځای شو

کریکبال وېبپاڼه- دا چې ای پي ایل سیالیو ته یوازې دوه ورځې پاتي دي،خو رویل چیلنجرز بنګلور لوبډلې د اماراتو لوبډلې کپتان احمد رضا او ورسره نوولس کلن لوبغاړی کرتیک میاپن په لوبډله کې واخیستل او دوی به یو ځای د یادې څانګې سره خپل تمرینات ترسره کړي.

د اماراتو د نېشنل خبرپاڼې د خبر له مخې چې احمد رضا د قرنطین مودې تیرولو وروسته د ار سي بي لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

احمد رضا چې یو تجربه کاره او د اماراتو لوبغالو سره بلد لوبغاړی شمیرل کیږي،د رویل چیلنجرز بنګلور لوبډلې د توپ اچونې روزونکي سري سېرام په فرمایش ار سي بي لوبډله کې اخیستل شوی او نوموړی به د یادې لوبډلې سره د اماراتو لوبغالو په اړه مشورې شریکوي.

احمد رضا وویل: ((دا زما ډیر د خوښۍ خبر وو چې د سېرام له لوري یادې لوبډلې سټاپ ته ور معرفي کړل شوم او زما په اړه یې ورته یادونه وکړه چې دا د اماراتو لوبډلې کپتان دی او بیا ډیویلیرز را وړاندې شو او ویې ویل، مننه کوم چې مونږ سره مرسته کوې.))

د یادونې وړ ده چې احمد رضا د تیرو څوارلسو کالونو راهیسې د اماراتو لوبډلې لپاره لوبیږي او د یادې لوبډلې یو بهترین ورو توپ اچونکی شمیرل کیږي.

کرتیک بیا د اماراتو لپاره یوازې څلور یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي.

ټاکل شوي چې دیارلسمه پړاو ای پي ایل سیالۍ به د شنبې په ورځ د چنای او ممبۍ لوبډلې په لوبې سره پیل او د نومبر تر لسمې نېټې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ