دوه کاله وړاندې په همدې ورځ افغانستان اشیا کپ کې سریلانکا ته ماتي ورکړي وه | خبریال

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ افغانستان اشیا کپ کې سریلانکا ته ماتي ورکړي وه

کریکبال وېبپاڼه- په همدې ورځ په ۲۰۱۸ کال اشیا کپ سیالیو کې افغاستان سریلانکا لوبډلې ته د ۹۱ منډو په توپیر ستره ماتي ورکړي وه.

افغانستان په یاده لوبه کې لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۴۹ منډې جوړې کړي وې او سریلانکا ته یې د سیالۍ ګټلو په موخه د ۲۵۰ منډو هدف ټاکلی وو.

شهزاد محمدي (۳۴)، احسان جنت (۴۵)،حشمت الله شهیدي (۳۷)،محمد نبي (۱۵)،نجیب الله ځدراڼ (۱۲) او رحمت شاه زرمتي تر ټولو ډیرې (۷۲) منډې جوړې کړي وې.

د سریلانکا لخوا په توپ اچونه کې تیسارا پریرا (۵) لاسیت ملینګا او نورو توپ اچونکو (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړي وه.

ټاکل شوي هدف پوره کولو کې سریلانکا لوبډله په بشپړه توګه ناکامه راغله او ټوله لوبډله په ۴۲م اور کې په ۱۵۸ منډو وسوځیده او افغانستان د ۹۱ منډو په توپیر یاده سیالي وګټله.

د سریلانکا لپاره په توپ وهنه کې تړانګا (۳۶)،ډي سیلوا (۲۳)،تیسارا پریرا (۲۸) زیاتې منډې جوړې کړي وې.

د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې راشدخان،مجیب،نبي او ګلبدین نایب (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ