کریکبال وېبپاڼه- د ۲۰۲۰ کال دیارلسم پړاو ای پي ایل سیالۍ سر له سبا څخه د ممبي انډیانز او چنای سوپر کینکز لوبډلو په لوبې سره پیلیږي.
ټاکل شوي وه چې دغه سیالۍ به د (مارچ-مۍ) میاشت کې ترسره شوي وای،خو د کرونا له کبله لومړی له ځنډ سره مخ شوې،وروسته کله چې په هند کې د کرونا پیښې مخ په زیاتیدو شوې،دغه سیالۍ اماراتو هیواد ته نقل شوې.
په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل کې کومې لوبډلې ګډون لري؟
په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل کې اته لوبډلې ګډون لري چې عبارت دي: ممبۍ انډیانز،چنای سوپر کینګز،راجستان رویلز،رویل چیلنجرز بنګلور،سنرایرزرس حیدراباد،کینکز الیون پنجاب،ډهلي کېپټلز،کلکته نایټ رایډرز.
د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل پارمټ څه قسم دی؟
د سیالیو پارمټ یې د پخوا په څیر دی.هره لوبډله به د ګروپي پړاو سیالیو کې یو له بل سره دوه ځلې سیالۍ ترسره کوي،کله چې ګروپي پړاو سیالۍ پای ته ورسیږي،څلور هغه لوبډلې چې ډیر پوینټونه ولري،دوی به (پلې-اف) یا بل پړاو ته لار پیدا کړي او دوه مخکښ ټیمونه به په لومړي (پلې-اف) کې یو له بل سره سیالي وکړي او کومه لوبډله چې بریالی شوه،هغه به پایلوبې ته لار ومومي او بایلونکي لوبډله به پایلوبې ته د رسیدو لپاره له دریم مقام لرونکي لوبډلې سره بله سیالي کوي او پدې دواړو کې به،بیا یوه پایلوبې ته لار ترې پیدا کوي.
کله او چرته دغه سیالۍ ترسره کیږي؟
سیالۍ به د سپټمبر په نوولسمه نېټه په اماراتو کې پیل او د نومبر تر لسمې به دوام وکړي.دغه سیالۍ د اماراتو په درې لوبغالو شارجې،دوبۍ او بوظهبی کې ترسره کیږي.
۲۴ لوبې دوبۍ، ۲۰ لوبې ابوظهبی او ۱۲ سیالۍ شارجه کې ترسره کیږي.
سیالۍ په کوم وخت پیلیږي؟
سیالۍ به د افغانستان په وخت شپږ نیمې بجې پیلیږي،خو لس داسې سیالۍ دي چې هغه به د ماسپيښين په دوه نیمو بجو پیلیږي. یوازې لس لوبې دي چې په ورځ کې به دوه لوبې ترسره کیږي،نورې ټولې د ورځې یوه لوبه ده.
کومې تلویزون څخه خپریږي؟
د سټار سپورټس تلویزوني شبکې له لارې ژوندۍ بڼه خپریږي.
د ګډون کوونکو لوبډلو کپتانان څوک دي؟
چنای سوپر کینکز: مهندراسینګ ډوهني.
ډهلي کېپټلز: شریئاس آیئر.
کینکز الیون پنجاب: کې ایل راهول.
ککلته نایټ رایډرز: دانش کارتیک.
ممبۍ انډیانز: روهیت شرما.
رویل چیلینجرز بنګلور: ویراټ کوهلي.
راجستان رویلز: سټیو سمېت.
سنرایرزرس حیدراباد: ډیویډ ورنر.
د تیرو شوو ای پي ایل سیالیو اتلوالۍ کومو لوبډلو ګټلو دي؟
په ۲۰۰۸ کې راجستان، په ۲۰۰۹ کال دېکن چارجرز، په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې چنای سوپر کینګز، په ۲۰۱۲ کال کې کلکتې، په ۲۰۱۳ کال کې ممبۍ،په ۲۰۱۴ کال کې کلکتې،په ۲۰۱۵ کال کې ممبۍ،په ۲۰۱۶ کال کې حیدراباد،په ۲۰۱۷ کال کې ممبۍ،په ۲۰۱۸ کال کې چنای او په ۲۰۱۹ کال ممبۍ انډیانز لوبډلې اتلوالي خپله کړي ده.
څوک ای پي ایل کې ښه ریکارډ لري؟
ډیرو منډو هدف ار سي بي لوبډلې ورکړی دی.یادې لوبډلې په ۲۰۱۳ کال کې د پوتي واریئرز لوبډلې خلاف ۲۶۵/۵ کړي وې.
ټیټ هدف: په ۲۰۱۷ کال کې ار سي بي لوبډلې ۴۹ دی چې کلکتې خلاف یې کړي وې.
ډیرو منډو جوړونکی: ویراټ کوهلي (۵۴۱۲)
په یوه لوبه کې زیاتې منډې: کریس ګېل د پوني خلاف ۱۷۵ ناسوځیدلي منډې دي.
ښه سټرایک رېټ: اندري رسل (۱۸۶،۴۱)
زیاتې شپږیزې: کریس ګېل (۳۲۶)
زیاتې ویکټې: لاسیت ملینګا (۱۷۰)
بهترینه توپ اچونه: الزاري جوزېپ د حیدراباد خلاف (۱۲/۶) ویکټو اخیستل دي.
بهترینه اکانومي یا اقتصادي توپ اچونه: راشدخان (۶،۵۵)
زیات ډټ یا میس (۱۲۴۹)
زیاتې اتلوالۍ: ممبۍ انډیانز (۴) ځلې.