اسټرالیاوي او انګلستاني لوبغاړي ای پي ایل په موخه اماراتو ته رسیدلي | خبریال

اسټرالیاوي او انګلستاني لوبغاړي ای پي ایل په موخه اماراتو ته رسیدلي

کریکبال وېبپاڼه- تیره شپه د انګلستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ۲۱ کسیزه سکواډ په ای پي ایل سیالیو کې د ګډون په موخه اماراتو هیواد ته رسیدلي او دوی به یوازې ۳۶ ساعته قرنطین موده تیره کړي.

په یادو لوبغاړو کې سټیو سمېت،ارچر،باټلر،مورګن او ډیویډ ورنر هم شامل وو.یاد لوبغاړي د چټر الوتکې له لارې د سیریز پای ته رسیدو وروسته له انګلستان څخه اماراتو ته راستانه شول.

ورنر او نور لوبغاړي لیدل کیږي،چې د کرونا څخه د ځان ژغورلو په موخه یې ځانګړي لباس اغوستی دی.

د دغه ۲۱ کسیزه لوبغاړو څخه به یوازې درې کلکتې لوبډلې مورګن،پاټ کمینز او ټام بنټن په ابوظبی کې د کرونا (پي سي ار) ټیسټ ورکړي او نور لوبغاړي به په دوبۍ کې خپل د کرونا ټیسټونه ورکړي.

یوازې کلکته او ممبۍ انډیانز لوبډلې په ابوظبی کې مېشت دي او پاتې شپږ لوبډلې بیا په دوبۍ کې مېشت دي.

لدې وړاندې اماراتو ته ورتلونکو لوبغاړو باندې شپږ ورځې قرنطین موده جبري ټاکل شوي وه.خو د هند کرکټ بورډ مشر سوراپ ګنګولي اماراتو چارواکو سره د لیدنې وروسته دې پایلې ته ورسید چې د اسټرالیاوي او انګلستاني لوبغاړو لپاره د قرنطین موده ۳۶ ساعتو ته را ټیټه کړي.

ټاکل شوي چې ۱۳م پړاو ای پي ایل سیالۍ به سبا ماښام په شپږ نیمې بجې د ممبۍ انډیانز او چنای سوپر کینکز لوبډلو په لوبې سره پيل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ