روهیت شرما:که څه هم ممبۍ اماراتو کې تراوسه لوبه نده ګټلې،خو اوس هغه وخت ندی! | خبریال

روهیت شرما:که څه هم ممبۍ اماراتو کې تراوسه لوبه نده ګټلې،خو اوس هغه وخت ندی!

کریکبال وېبپاڼه- ممبۍ انډیانز هغه لوبډله ده چې د ای پي ایل سیالیو په تاریخ کې یې تر ټولو ډیر څلور ځلې د یادو سیالیو اتلوالي خپله کړي ده.خو سره ددې يادې لوبډلې د اماراتو په کوربتوب په ترسره کړل شوو پنځو ای پي ایل سیالیو کې تراوسه بریا نده خپله کړې.

د روهیت شرما څخه هم خبریال همدا پوښتنه وکړه،چې تاسو تراوسه اماراتو کوربتوب په ای پي ایل سیالیو کې،کومه بریا نه لری،څنګه به وکولی شی چې مخکې تګ وکړی!

نوموړي یې په ځواب کې وویل: (( د هغه وخت یوازې (دوه-درې) لوبغاړی مونږ سره سکواډ کې شته دي.بلکل،مونږ په ۲۰۱۴ کال کې دلته ښه تجربه نه درلوده.خو اوس هغه وخت ندی او هر څه کې تغیرات راغلي.مونږ د شپږو کالونو وړاندې خبرې کوو،اوس یې ډیر وخت وتلی،زما په فکر چې له یادو سیالیو وروسته چې کله ای پي ایل بیرته هندوستان ته انتقال شو،مونږ درې ځلې د ای پي ایل اتلوالي وګټله.خو دا ځلې د اماراتو پیچونو په اړه مو ښه پوه ترلاسه کړې او مونږ به وکولی شو چې اتلوالي بیا خپله کړو.))

ټاکل شوي چې ممبۍ انډیانز لوبډله به سبا ماښام شپږ نیمې بجې د ای پي ایل لومړی لوبه د چنای سوپر کینکز لوبډلې سره ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ