رباډا: سخت سیالان یې ډیویلیرز،رسل،کوهلي او ګېل دي | خبریال

رباډا: سخت سیالان یې ډیویلیرز،رسل،کوهلي او ګېل دي

کریکبال وېبپاڼه-د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی کاګیسو رباډا وايي،په کرکټ کې سخت سیالان اندري رسل،کریس ګېل،ویراټ کوهلي او اې بي ډیویلیرز دي.

د هغه په وینا یادو توپ وهونکو ته،توپ اچونه ورته ستونزمنه وي.

((ډیر ځلې پوښتل کیږم،چې کوم لوبغاړي تاته ستونزه جوړولی شي.هغه رسل،ګېل،کوهلي او ډیویلیرز دي چې دوی زما لپاره سخت وي.))

رباډا چې اوسمهال په اماراتو کې له خپلې ډهلي کېپټلز لوبډلې سره یو ځای دی،وایي خوښ دی چې له ډیرې مودې وروسته کرکټ ته را ګرځي.

هغه وویل،ډهلي لوبډله له ځان سره ځوان لوبغاړي لري او وبه کولی شي چې سږ کال د ای پي ایل سیالیو اتلوالي خپله کړي.

د یادونې وړ ده چې د رباډا په شتون کې ډهلي لوبډله تیر کال ای پي ایل سیالیو کې (پلې-اف) پړاو ته په شپږو کالونو کې په لومړي ځل وتلي وه.

نوموړي په یاد پړاو دوولس لوبو کې ۲۵ ویکټې اخیستي وې.

ټاکل شوي چې ای پي ایل سیالۍ به نن ماښام شپږ نیمې بجې د اتلې ممبۍ انډیانز او چنای سوپر کینکز لوبډلو په لوبې سره پیل شي او ډهلي کېپټلز لوبډله به سبا ماښام د کینکز الیون پنجاب لوبډلې په وړاندې پیل کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ