۱۳ کاله وړاندې په همدې ورځ یوراج سینګ په یوه اور کې ۶ شپږیزې وهلي وې | خبریال

۱۳ کاله وړاندې په همدې ورځ یوراج سینګ په یوه اور کې ۶ شپږیزې وهلي وې

کریکبال وېبپاڼه- د سپټمبر په ۱۹مه،په همدې ورځ دیارلس کاله وړاندې د هند کرکټ ملي لوبډلې الروانډر لوبغاړي یوراج سینګ په شل اوریزو سیالیو کې تاریخ جوړ کړی وو او نوموړي د انګلستان په وړاندې په یوه اور کې سر په سر شپږ شپږیزې وهلي وې.

نوموړي دغه شپږ شپږیزې په انګلستاني چټک توپ اچونکي سټیوارټ براډ باندې په یوه اور کې وهلي وې او نوموړي په یاده لوبه کې چټکه نیمه سلیزه په دوولس توپونو هم پوره کړي وه،چې اوس هم د نوموړي یاد ریکارډ همداسې پاتي دی.

په یاده لوبه کې هندوستان د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه کړي او د ۲۱۹ منډو هدف يې انګلستان ته ورکړی وو او په ۱۸ منډو یې سیالي له انګلستان څخه ګټلي وه.

هغه مهال هند د ۲۰۰۷ کال شل اوریز نړیوال جام لومړي پړاو اتلوالي هم خپله کړي وه،چې پکې یوراج سینګ د ټورنمینټ غوره لوبغاړی اعلان شوی وو.

۳۸ کلن یوراج سینګ همداشان په ۲۰۱۱ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې هم لومړی الروانډر وو،چې ۳۰۰ منډې او همداشان ۱۵ ویکټې ترلاسه کوي.

نوموړي په یاد ټورنمینټ کې د ۳۶۲ منډو او همداشان د ۱۵ ویکټو په اخیستلو سره د ټورنمینټ غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي وه.

تیر کال د جون په لسمه نېټه یاد الروانډر د ۳۰۴ یو ورځنیو، ۵۸ شل اوریزو او ۴۰ ټيسټ لوبو ترسره کولو وروسته له نړیوال کرکټ سره مخه ښه اعلان کړه.

 

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ