ممبۍ لوبډله له چنای سوپر کینکز سره په لومړی لوبه کې مخ کيږي | خبریال

ممبۍ لوبډله له چنای سوپر کینکز سره په لومړی لوبه کې مخ کيږي

کریکبال وېبپاڼه- د دیارلسم پړاو ای پي ایل سيالیو کې نن ماښام ممبۍ انډيانز لوبډله له چنای سوپر کینکز لوبډلې سره د شیخ زاید کرکټ نړیوال لوبغالي کې مخ کيږي.

د ممبۍ انډیانز لوبډلې کپتان روهیت شرما ويلي،د ډوهني لوبډلې په وړاندې د لوبې څخه ډير خوند اخلي.

(( د چنای لوبډلې په وړاندې لوبه هر وخت خوند راکوي.مونږ لدغې مقابلې څخه خوند اخلو.کله چې مونږ یو لوبه کوو،بل سيال مو په مخ کې ولاړ وي او مونږ باید دا چا تر تاثیر لاندې رانشو او مخ په وړاندې لاړ شو.))

د ممبۍ انډیانز لوبډلې بل الروانډر لوبغاړي هارډیک پانډيا وویل،د داسې لوبډلو ترمنځ لومړی لوبه ترسره کيږي،چې دواړه زیات مینه وال لري.

((دواړه هغه لوبډلې دي چې پدې ټورنمینټ کې د ډيرو مینه والو د خوښې ټیمونه دي او دغې لوبې ته هم خلک په انتظار دي.))

د یادونې وړ ده چې ممبۍ انډيانز او چنای سوپر کینکز لوبډلې تیر ۲۰۱۹ کال ای پي ایل پایلوبه کې یو له بل سره مخ شوي وو،چې ممبۍ انډيانز لوبډلې د یوې منډې په توپیر چنای لوبډلې ته ماتي ورکړي وه او د څلورم ځل لپاره یې د ای پي ایل اتلوالي خپله کړي وه.

ممبۍ او چنای لوبډلې ۲۸ ځلې په ای پي ایل سيالیو کې سره مخ شوي،چې ۱۷ لوبې ممبۍ انډيانز ګټلي او ۱۱ یې بایللي دي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ