هند کرکټ بورډ او اماراتو کرکټ بورډ د کرکټ پراختیا په برخه کې تړون لاسلیک کړ | خبریال

هند کرکټ بورډ او اماراتو کرکټ بورډ د کرکټ پراختیا په برخه کې تړون لاسلیک کړ

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ بورډ او د اماراتو کرکټ بورډ مرستیال چرمېن خالد ال زاروني ترمنځ د سیالیو د کوربتوب او همداشان د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ اړیکو د پراختیا په موخه یو تړون لاسلیک شو.

د هند کرکټ بورډ سکرتر جای شاه په یوه ټویټ کې لیکلي: (( ما او د اماراتو کرکټ بورډ مرستیال چرمېن خالد ال زاروني د کوربتوب په اړه یو تړون لاسلیک کړ،چې له مخې یې به د هند کرکټ بورډ او اماراتو کرکټ بورډ ترمنځ کرکټ هم پدې سره پراختیا پیدا کړي.))

د هند او اماراتو کرکټ بورډونو ترمنځ پداسې مهال د اړیکو او د سيالیو د کوربتوب په اړه تړون لاسیلک کیږي.چې امارات د دیارلسم پړاو ای پي ایل سيالیو کوربتوب په غاړه لري.

اماراتو په کوربتوب ای پي ایل سیالۍ به د سپټمبر په نوولسمه نېټه پیل چې د نومبر تر لسمې نېټې به دوام وکړي.

یادې سيالۍ به د اماراتو په درې ښارونو دوبۍ،ابوظبی او شارجې ښارونو کې ترسره شي.

دوبۍ کرکټ لوبغالي کې به ۲۴ ای پي ایل سيالۍ ترسره شي. شل سيالۍ به په ابوظبی کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او همداشان دوولس سيالۍ به د شارجې کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

هیره دې نه وي چې د دیارلسم پړاو ای پي ایل سيالۍ به نن ماښام شپږ نیمې بجې د اتلوالۍ دفاع کونکي ممبۍ انډيانز او چنای سوپر کینکز لوبډلو په لوبې سره پيل شي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ