محمد نبي او راشدخان له قرنطین بهر او خپلې لوبډلې سره یو ځای شول | خبریال

محمد نبي او راشدخان له قرنطین بهر او خپلې لوبډلې سره یو ځای شول

کریکبال وېبپاڼه- د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې دواړه افغان لوبغاړي چې د کرابین پریمیر لیګ سيالیو څخه اماراتو هیواد ته په رسیدو قرنطین شوي وو. د دواړو لوبغاړو د کرونا ټيسټونو منفي کیدلو وروسته نن له خپلې لوبډلې سره په تمریني کمپ کې یو ځای شول.

راشدخان او محمد نبي عیسی خېل څخه د قرنطین مودې په اړه وپوښتل شول،چې څه احساس کوی چې قرنطین بهریږی او خپلې لوبډلې سره یو ځای کیږی.

راشدخان او محمد نبي عیسی خېل یې په ځواب کې وویل،ډير خوشحالو یو چې شپږ ورځې قرنطین تیرولو وروسته بیرته له سنرایزرس لوبډلې سره یو ځای کیږو.

راشدخان او محمد نبي عیسی خېل وویل،شپږ ورځې قرنطین سخت وو،خو دوی د کرابین لیګ کې د ګډون پر مهال ورسره بلد شوي وو.

دواړو لوبغاړو وویل،د قرنطین تیرولو وروسته چې کله ګراونډ کې له نورو لوبغاړو سره یو ځای شول،ذهنونه یې تازه شول.

راشدخان وویل،د ای پي ایل سيالیو لپاره بشپړ چمتوالی لري.دده په وینا پدې سیالیو کې به له (کېمل) یا د اوښ ډډې ته ورته بیټ څخه به کار واخلي.

راشدخان زیاته کړه،د ای پي ایل سيالیو لپاره یې دا ځلې په توپ وهنې هم ښه کار کړی دی او نوموړی هیله وښوده چې په توپ وهنه کې به خپلې لوبډلې ته ښې لوبې ترسره کوي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ