د ای پي ایل لومړی لوبه کې چنای لوبډلې بریا خپله کړه | خبریال

د ای پي ایل لومړی لوبه کې چنای لوبډلې بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د چنای سوپر کینکز او ممبۍ انډیانز لوبډلو ترمنځ په لوبه کې ممبۍ انډیانز لوبډلې پخواني ریکارډ ته دوام ورکړ او د ای پي ایل د پیل لوبه یې د چنای لوبډلې په وړاندې بایلوده.

ممبۍ انډیانز لوبډله چې پدې شهرت لري چې د ای پي ایل د پیل لوبه کې بریا نشي خپلولی،همداسې یې وکړل او د پیل لومړی لوبه یې په پنځو ویکټو چنای سوپر کینکز لوبډلې ته بایلوده.

یادې لوبډلې د ۲۰۱۳ کال راهیسې په ترسره کړل شوو ټولو ای پي ایل پړاونو کې تراوسه د پیل لوبه نده ګټلې.

چنای سوپر کینکز لوبډلمشر مهندراسینګ ډوهني د ټاس یا پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه ممبۍ انډیانز لوبډلې ته ورکړه.

ممبۍ انډیانز لوبډلې که څه هم ښه پیل درلوده،که څه هم داسې اټکل کیده چې له ۲۰۰ به هم منډې واړوي،ځکه چې دوی په ۱۳ اورونو کې ۱۱۳ منډې درلودې او یوازې درې لوبغاړي یې سوځیدلي وو.خو وروسته یې مهمو لوبغاړو ژر ویکټې له لاسه ورکړې او د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

د ممبۍ لپاره په توپ وهنه کې کوینټن ډي کوک ( ۳۳)،روهیت شرما ( ۱۲)،سوریا کمار یادف (۱۷)،سوراب تېواري (۴۲)،پانډیا (۱۴) او پولارډ (۱۸) منډې جوړې کړې.

د چنای سوپر کینکز لخوا توپ اچونه کې لنګي نګېدي (۳)،جېدیجا او چهار (۲-۲).سام کرن او پیوش چولا (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د چنای لوبډلې لخوا په اسانۍ سره د پنځو لوبغاړو په سوځیدو د لوبې د شلم اور په پیل کې ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د چنای سوپر کینکز لپاره په توپ وهنه کې فاف ډوپلیسي ښکلي لوبه ترسره کړه او (۵۸) ناسوځیدلي منډې یې جوړې کړې.

د ممبۍ لپاره پنځو واړو توپ اچونکو (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

یاده دې وي پدې سیالیو کې به نن هم یوه لوبه ترسره شي،چې ډهلي لوبډله د کینکز الیون پنجاب لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ