ډوهني شل اوریزو لوبو کې نوی ریکارډ جوړ کړ | خبریال

ډوهني شل اوریزو لوبو کې نوی ریکارډ جوړ کړ

کریکبال وېبپاڼه- د چنای سوپر کینکز لوبډلمشر مهندراسينګ ډوهني د ای پي ایل سیالیو د پیل په لومړی لوبه کې د ممبۍ انډيانز لوبډلې خلاف نوی ریکارډ جوړ کړ.

نوموړی لومړی ویکټ ساتونکی شو چې ۲۵۰ لوبغاړي د ویکټ ساتونکي په برخه کې سوځوي.

د لوبې د پیل وړاندې نوموړی په ۲۴۸ ولاړ وو،د کرونل پانډيا او کیرون پولارډ د کیچونو په ترلاسه کولو سره نوموړی په شل اوریز پارمټ کې لومړی ویکټ ساتونکی وشمیرل شو چې ۲۵۰ لوبغاړي سوځوي.

ډوهني اوسمهال په ۳۱۸ شل اوریزو لوبو کې د ۱۶۷ کیچونو او ۸۳ سټمپ په ترسره کولو سره ۲۵۰ لوبغاړي له مخې پورته کړي دي.

له ډوهني وروسته پاکستانی کامران اکمل دی چې د ویکټ ساتوونکي په برخه کې یې ډير لوبغاړي سوځولي دي. نوموړي ۲۳۸ لوبغاړي سوځولي دي او په دریم مقام دانش کرتیک دی چې ۲۱۴ لوبغاړي یې سوځولي دي.

په ای پي ایل سيالیو کې بیا مهندراسينګ ډوهني ۱۳۴ لوبغاړي د ویکټ ساتونکي په برخه کې سوځولي دي.چې پدې کې یې ۹۶ کیچونه او ۳۸ سټمپ ترسره کړي دي.

له ډوهني وروسته ای پي ایل سيالیو کې په دوهم مقام دانش کرتیک دی چې ۱۳۱ لوبغاړي یې سوځولي دي.خو په کیچونو برخه کې له ډوهني وړاندې دی او ۱۰۱ کیچونه یې اخیستي دي.

د یادونې وړ ده چې مهندراسینګ ډوهني د ۴۳۷ ورځو وروسته په لومړي ځل کرکټ لوبه کې د ممبۍ انډيانز لوبډلې په وړاندې راښکاره شو او خپلې لوبډلې ته یې لومړی بریا په ای پي ایل سيالیو کې ور په برخه کړه.

مهندراسینګ ډوهني په وروستي ځل په ۲۰۱۹ کال سیمي فاینل لوبه کې راڅرګند شوی وو.له هغې وروسته یې بیا په تیر اګسټ میاشت کې له نړیوال کرکټ څخه تقاعدي اعلان کړه.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ