نن د راشدخان کلیزه ده او په ویاړ یې مینه والو ورته مبارکۍ وړاندې کړي دي | خبریال

نن د راشدخان کلیزه ده او په ویاړ یې مینه والو ورته مبارکۍ وړاندې کړي دي

کریکبال وېبپاڼه- نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان د زوکړې ورځ ده او نوموړی ۲۲ کلن شو.

د نوموړي د کلیزې په ویاړ یې د نړۍ ډيرو کرکټرانو او مینه والو هغه ته ښې هیلې او مبارکۍ وړاندې کړي دي.

د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نن ورځ د راشدخان کلیزه ده او نوموړی به یې د کیک سره ونمانځي.

((زمونږ ځلیدونکي ستوری راشدخان به نن کلیزه په کیک سره ونمانځي.))

راشدخان چې څو ورځې وړاندې له کرابین پریمیر لیګ څخه اماراتو هیواد ته په رسیدلو سره قرنطین وو.د یوې اوونۍ قرنطین وروسته تیره ورځ له سنرایزرس حیدراباد لوبډلې سره په تمریني کمپ کې یو ځای شو.

راشدخان له قرنطین وروسته په خپلو څرګندونو کې وویل،چې دا ځلې یې د توپ اچونې ترڅنګ په توپ وهنه هم ښه کار روان کړی دی.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د خپلې لوبډلې لپاره به ښې سيالۍ ترسره کوي.

د راشدخان ترڅنګ محمد نبي عیسی خېل هم په سنرایزرس حیدراباد لوبدله کې لوبیږي.هغه هم پخپلو خبرو کې تیره ورځ ددې سيالیو لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکړ.

د یادونې وړ ده چې سنرایزرس حیدراباد لوبډله به په دیارلسم پړاو ای پي ایل سیالیو کې خپله لومړی لوبه د سپټمبر په یوویشتمه نېټه د رویل چیلنجرز بنګلور لوبډلې خلاف ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ