راشدخان: ویراټ کوهلي ته توپ اچونه ترسره کول به زما لپاره د ویاړ شیبې وي | خبریال

راشدخان: ویراټ کوهلي ته توپ اچونه ترسره کول به زما لپاره د ویاړ شیبې وي

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ځلانده ستوری راشدخان وایي،ویراټ کوهلي په شان یوه لوبغاړي ته توپ اچونه ترسره کول به د هغه لپاره د ویاړ شیبې وي او همداشان همیشه د یو داسې پیاوړي لوبغاړي په وړاندې له توپ اچونې خوند اخلي.

((زما په خیال هر وخت چې تاسو کوم لوبغاړي ته توپ اچونه ترسره کوی،تاسو به د فشار لاندې وی.ویراټ کوهلي د درې واړو پارمټونو یو بهترین لوبغاړی دی.زه دا ډیر خوښوم چې د هغه په څیر یو لوبغاړی زما په وړاندې توپ وهنه ترسره کوي.دا به یوه ډیره ښه مقابله وي،تاسو به هم د یوه توپ اچونکي څخه همدا غواړی.زه به د هغه په وړاندې له توپ اچونې خوند واخلم.دا به زما لپاره د ویاړ شیبې وي،چې هغه ته توپ اچونه ترسره کړم.د یوه توپ اچونکي په توګه به زما هڅه دا وي چې ښه توپ اچونه ترسره کړم.))

راشدخان همداشان وویل،که چیرې درې-څلور اورونه پاتي وي،ښه توپ وهنه هم ترسره کولی شي.

((زما ذهن کې همیشه یو دا شئ وي،که چیرې د اننګز درې یا څلور اورونه پاتي وي،زه کولی شم چې ښه توپ وهنه پکې ترسره کړم،خو دا په حالتو پورې اړه لري.کله به چې ما په بیګ باش کې لوبې کولې،ما به روزونکي ډلې ته وویل،چې زه باید توپ وهنه ترسره کړم.کله چې د روزونکي ډلې او د هغوی کپتان لخوا مثبت ځواب ترلاسه کړې،بیا ډیر خوند کوي.))

راشدخان زیاته کړه،چې زه باید ډیر پدې فکر ونکړم،چې زه توپ وهنه ترسره کولی شم.زه باید ډیر پام پدې وکړم چې څنګه په ټوله سیالۍ کې ښه ځلیدلی شم او زما هڅه به دا وي چې د ټیم لپاره ښه لوبه وکړم.

د یادونې وړ ده چې د راشدخان دې لوبډله به خپله لومړی لوبه سبا ماښام شپږ نیمې بجې د رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې خلاف ترسره کړي.

یادې لوبډلې کپتاني ویراټ کوهلي په غاړه لري او همداشان د ډیویلیرز او ډېل سټېن په څیر پیاوړي لوبغاړي هم له ځان سره لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ