ای پي ایل: ډهلي لوبډلې په سوپر اور کې د پنجاب په وړاندې بریا خپله کړه | خبریال

ای پي ایل: ډهلي لوبډلې په سوپر اور کې د پنجاب په وړاندې بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په دوهمه لوبه کې د کینکز الیون پنجاب او ډهلي کېپټلز لوبډلو ترمنځ یوه په زړه پورې سیالي ترسره شوه،چې بالاخره لومړی سیالي مساوي او وروسته ډهلي لوبډلې د کاګېسو رباډا په زړه پورې توپ اچونې په مټ سوپر اور کې بریا خپله کړه.

ډهلي لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۷ منډې جوړې کړې او د ۱۵۸ منډو هدف یې مقابلې لوبډلې ته ورکړ.

د ډهلي لوبډلې توپ وهنه کې یواځینی لوبغاړی مارکېس سټونیس و،چې ښه لوبه یې وکړه او نیمه سلیزه یې جوړه کړه.

د پنجاب لوبډلې محمد شامي (۳) او کټرل (۲) ویکټې ترلاسه کړې.

کینکز الیون پنجاب لوبډلې سره په یاده لوبه کې مجیب او کریس ګېل هم شتون نه درلوده.

یادې لوبډلې د هدف په پوره کولو کې لومړی خپلې ویکټې ژر له لاسه ورکړې،خو وروسته ماینک اګروال لوبه را کنټرول کړه.

نوموړي تر وروستیو پورې ښه لوبه ترسره کړه،نږدې وو چې خپلې لوبډلې ته بریا هم خپله کړي،خو په وروستي اور کې پداسې مهال یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه چې په دوو توپونو یوې منډې ته اړتیا وه،د هغه له سوځیدو وروسته سیالي مساوي شوه او سوپر اور ته لاړه.

وروستی اور کې چې مارکېس سټونیس ترسره کړ، پنجاب لوبډلې ته ۱۳ منډو ته اړتیا وه،اګروال شپږیزه ووهله،په درې توپونو ۴ منډو ته اړتیا شوه،په دوهم توپ دوه منډې جوړې شوې،ډټ توپ هم ترسره شو،وروستیو کې یوې منډې ته اړتیا وه او اګروال په ۸۹ منډو ویکټ له لاسه ورکړه او سیالي سوپر اور ته لاړه.

سوپر اور رباډا ترسره کړ،نوموړي په درې توپونو ۲ ویکټې ترلاسه کړې او دوه منډې یې ورکړې او پدې سره ډهلي لوبډلې په سوپر لوبډلې ته یو اسان هدف ورکړل شو.

ډهلي لوبډلې ټاکلی هدف پوره او سوپر اور کې یې بریا خپله کړه.

نن پدې سیالیو کې سنرایرزرس حیدراباد له بنګلور سره لوبه ترسره کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ