ورینډر سېواک: د پنجاب او ډهلي ترمنځ لوبه کې لوبڅار باید د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی وای | خبریال

ورینډر سېواک: د پنجاب او ډهلي ترمنځ لوبه کې لوبڅار باید د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی وای

کریکبال وېبپاڼه- که چيرې د ډهلي کېپټلز او کینکز الیون پنجاب لوبډلې ترمنځ د تیرې شپې په لوبه کې لوبڅار غلطي نه وای کړې،پنجاب لوبډلې به د ای پي ایل سيالیو لومړی بریا خپله کړي وای.

د لوبڅار د تیروتنې له کبله سيالي مساوي او سوپر اور ته لاړه،چې وروسته د کاګېسو رباډا د بهترينې توپ اچونې په مټ ډهلي لوبډلې ستره بریا خپله کړه.

مخکې لدې چې سيالي سوپر اور ته لاړه شي،د ټي وي تصويرونو ښودله چې جورډن په بریالی توګه دوهمه منډه ترسره کړي وه.خو د سکوایر لیګ لوبڅار مېنون په تیروتنې سره له هغوی دوهمه منډه کمه کړه.

د لوبڅار له فکره چې جورډن او اګروال په نوولسم اور کې دوهمه منډه کې کریز یا ویشتنځای کرښې ته بیټ ندی رسولی او له همدې کبله له دوی څخه دوهمه منډه کمه شوي ده.

له سیالۍ وروسته په لوبڅار انتقادونه وشول،یو په هغوی کې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی اوپنر لوبغاړی ویرینډر سېواک وو،چې د لوبڅار په پریکړه یې انتقاد وکړ او نوموړي وویل، د یادې سيالۍ غوره لوبغاړی باید لوبڅار شوی وای چې منډه یې کټ کړه.

((زه د لوبې غوره لوبغاړي له انتخاب سره موافق نه یم.د لوبې غوره لوبغاړی باید هغه لوبڅار شوی وای چې یوه منډه یې کمه کړه.))

د ویرینډر سېواک ترڅنګ د هغه بل پخواني ملګري او اوسنی مبصر اکېش چوپړا او همداشان د ډهلي ډریډوېلز لوبډلې پخوانی روزونکی ټرنټ ووډهېل هم د لوبڅار په پریکړه انتقاد وکړ او ویې ویل چې ولې یې په اوسني عصر کې له ټګنالوژۍ له استعمال څخه چې پداسې ځایونو کې ډيرې اړینې وي،کار نه اخیستل کیږي.

((یوه منډه باید نه وای کمه شوې.پداسې حالتو کې باید له ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل شوی وای.ددې امکان درلوده چې دریم لوبڅار هم دا په ګوته کړي وای.که چيرې اوس پنجاب لوبډله د دوو پوینټونو په کمي سره څلورو غوره لوبډلو ته لاړه نشي؟؟))

 

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ