احسان ماني: ای سي سي باید هند کرکټ بورډ کې د حکومت مداخلې په اړه پلټنې وکړي | خبریال

احسان ماني: ای سي سي باید هند کرکټ بورډ کې د حکومت مداخلې په اړه پلټنې وکړي

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ بورډ چرمېن احسان ماني له کرکټ نړیوالې شورا څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د هند کرکټ بورډ په اړه چې حکومت پکې مداخله کوي،پلټنې وکړي.

احسان ماني پدې باور دی چې په هند کرکټ بورډ کې د حکومت مداخله زیاته ده او دا د کرکټ نړیوالې شورا د قانون خلاف کار دی او باید ای سي سي یې په اړه جدي پلټنې وکړي.

((زه د هند کرکټ بورډ سره د دواړه اړخیزه کرکټ په اړه خبرې نه کوم.دا په دوی پورې اړه لري چې مونږ سره د کرکټ په اړه خبرې کوي یا نه!،خو د ای سي سي قانون دا وي چې په کرکټ بورډ کې باید د حکومت مداخله شتون ونلري.له همدې کبله ای سي سي باید د دوی په اړه پلټنې وکړي.))

د ای سي سي قانون له مخې کوم هیواد کرکټ بورډ کې چې حکومت مداخله وکړي،د ای سي سي غړیتوب ترې اخیستل کیږي.

د یادونې وړ ده چې هند او پاکستان د ای سي سي له ټورنمینټونو پرته،د ۲۰۱۲ دسمبر – ۲۰۱۳ د سیریز وروسته چې درې پنځوس اوریزې او دوې شل اوریزې لوبې د دواړو هیوادونو ترمنځ ترسره شوې.د هغې مودې راهیسې بیا د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه طرفه کرکټ سیریزونه ندي ترسره شوي.
په کرکټ بورډ کې د حکومت مداخلې نه یوازې په نورو هیوادونو کې دومره شته دي،بلکې افغانستان کرکټ بورډ یې بیا په مرکز بدل شوی دی او که چیرې افغانستان کرکټ بورډ کې روان حالت همداسې دوام وکړي،لیرې نده چې افغانستان څخه به د ټيسټ غړیتوب امتیاز بیرته د ای سي سي لخوا واخیستل شي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ