پريټي زېنټا هم په تیره لوبه کې د لوبڅار له پریکړې خفګان څرګند کړ | خبریال

پريټي زېنټا هم په تیره لوبه کې د لوبڅار له پریکړې خفګان څرګند کړ

کریکبال وېبپاڼه- تیره شپه د ډهلي کېپټلز او کینکز الیون پنجاب لوبډلې ترمنځ لومړی لوبه مساوي او وروسته لوبه په سوپر اور کې ډهلي کېپټلز لوبډلې وګټله.

خو یاده لوبه کې د کینکز الیون پنجاب لوبډلې د بریا چانس ډير وو،خو د لوبڅار د یوې تیروتنې له کبله سيالي پنجاب لوبډلې بایلوده.

د سوپر اور ته د لوبې د تللو وړاندې په نوولسم اور کې د سکوایر لیګ لوبڅار مېنون لخوا د کینکز الیون پنجاب لوبډلې لخوا یوه منډه را کمه کړل شوه.

یاده منډه هغه مهال د پنجاب لوبډلې څخه را کمه کړل شوه،چې اګروال او کریس جورډن د لومړی منډې بشپړولو وروسته دوهمه منډه هم ترسره کړه،خو لوبڅار لدې کبله له هغوی څخه دوهمه منډه را کمه کړه،چې ګواکې جورډن خپل بېټ کریز ته ندی رسولی،خو وروسته د ټي وي په تصویرونو کې ښکاریده چې جورډن خپل بيټ کریز ته رسولی او لوبڅار په تیروتنې سره له هغوی یوه منډه را لنډه کړه.

د لوبڅار پدې پریکړې د ګڼو مینه والو او پخوانیو کرکټرانو ترڅنګ د کینکز الیون پنجاب لوبډلې مالکې پريټي زېنټا هم ناخوښي څرګنده کړه.

هغه ویلي،د ای پي ایل سيالیو لپاره یې ښه په خوښۍ سفر وکړ او ۶ ورځې قرنطین یې هم تیر کړ،خو دغه شان منډې راکمول ډيره خواشیني کړم.

هغې پخپله ټویټر پاڼه لیکلي: ((ما پدې کرونايي حالتو کې ښه په شوق سره هلته سفر وکړ، ۶ ورځې قرنطین مو هم وکړ او ښه په موسکا سره مو ۵ د کرونا ټيسټونه هم ورکړل.خو دې یوې منډې راکمولو زه سخته خواشیني او خفه کړم.په یوه داسې نقطو کې ولې باید د ټکنالوژۍ له استعمال څخه کار ونه اخیستل شي.اوس وخت دې، دی چې بي سي سي ای یا هند کرکټ بورډ نوي قوانین معرفي کړي او هر کال داسې نشي کیدلی.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ