ای پي ایل: په دریمه لوبه کې بنګلور لوبډلې حیدراباد ته په ۱۰ منډو توپیر ماتي ورکړه | خبریال

ای پي ایل: په دریمه لوبه کې بنګلور لوبډلې حیدراباد ته په ۱۰ منډو توپیر ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو په دریمه لوبه کې رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې سنرایزرس حیدراباد لوبډلې ته د لسو منډو په منډو په توپیر ستره ماتي ورکړه.

د سیالۍ ټاس حیدراباد لوبډلې وګاټه او لومړی توپ وهنه یې بنګلور لوبډلې ته ورکړه.

بنګلور لوبډلې دواړو پیلېزو لوبغاړو ارون پېنچ او پاډیکل ښه پیل ورکړ او تر ۹۰ منډو پورې یې ملګرتیا ترسره کړه.

پاډیکل له (۵۶) منډو جوړولو وروسته خپله ویکټ له لاسه ورکړه.ورپسې پېنچ هم سمدستي په ۲۹ منډو کې ویکټ دلاسه ورکړه.

بنګلور لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې او د ۱۶۴ منډو هدف یې وټاکه.

د بنګلور لوبډلې په نورو توپ وهونکو کې ډیویلیرز (۵۱) او ویراټ کوهلي (۱۴) منډې جوړې کړې.

د حیدراباد لخوا توپ اچونه کې نتاراجن،ابشیک شرما او ویجې شنکر (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

راشدخان ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او بې ویکټې پاتي شو.

ټاکل شوي هدف په تعقیب کې حیدراباد لوبډله پاتي راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې په (۱۹،۴) اورونو کې ۱۵۳ منډې جوړې کړې او سیالي یې په کم توپیر بایلوده.

د سنرایزرس لپاره جوني بېرسټو تر ټولو زیاتې ۶۱ منډې جوړې کړې.همداشان مانیش پانډې (۳۴) او راشدخان پکې (۶) منډې جوړې کړې.

د بنګلور لخوا توپ اچونه کې چهال (۳)، نوديپ او ډوب (۲-۲)،همداشان ډېل سټېن یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې پدې سیالیو کې نن څلورمه لوبه د راجستان او چنای سوپر کینکز ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ