ډیویډ ورنر: ویلیمسن د ټپونو له کبله لومړی سیالي میس کړه | خبریال

ډیویډ ورنر: ویلیمسن د ټپونو له کبله لومړی سیالي میس کړه

کریکبال وېبپاڼه- د سنرایزرس حیدراباد لوبډلمشر ډيويډ ورنر وايي د بنګلور خلاف په سيالۍ کې کین ویلیمسن د ځینو ټپونو له کبله شتون نه درلود.

د ډویډ ورنر په وینا ویلیمسن تیره ورځ د محمد نبي عیسی خېل سره د تمریناتو پر مهال لږ څه ټپي شوی وو او له همدې کبله یې له دوی سره په لومړی لوبه کې ګډون ونشو کولی.ورنر دا ونه ویل چې نوموړی به راتلونکي سيالۍ کې شتون ولري او کنه!

ډيويډ ورنر په خبره چې د ویلیمسن په نشتون کې يې ځای دوو سپنرانو او همداشان دوو د بالینګ الروانډرانو مېچل مارش او راشدخان ته ځای ورکړ.

ډیویډ ورنر همداشان د لوبډلې د ماتي په اړه وویل،چې په ویشتنځای منډې جوړول اسان نه وو،خو بیا هم بېرسټو ښه لوبه پریکړه وکړه.

نوموړي همداشان یوه بله ستونزه د اوچتو څراغونو د رڼا لامل هم یاد کړ او ويې ويل چې د څراغونو لاندې توپ نیونه اسانه نه وه. او ار سي بي لوبډلې پکې زیات کیچونه هم ډراپ کړل چې درې کیچونه پکې د بېرسټو شامل وو.

ډيويډ ورنر همداشان زیاته کړه چې د تماشچیانو پرته سيالۍ هم په زړه پورې ډيرې نه وي.

د یادونې وړ ده چې سنرایزرس لوبډله به راتلوونکي لوبه د سپټمبر په ۲۶مه نېټه له کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره ترسره کړي.

نن په ای پي ایل سيالیو کې د راجستان او چنای لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره کيږي.

چنای لدې وړاندې خپله لومړی لوبه له ممبۍ انډيانز لوبډلې څخه په پنځو ویکټو ګټلي وه.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ