ای پي ایل: راجستان رویلز په ۱۶ منډو چنای سوپر کینکز ته ماتي ورکړه | خبریال

ای پي ایل: راجستان رویلز په ۱۶ منډو چنای سوپر کینکز ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د ۱۳م پړاو ای پي ایل سیالیو په دوام تیره شپه راجستان رویلز لوبډلې چنای سوپر کینکز لوبډلې ته د ۱۶ منډو په توپیر ستره ماتي ورکړه.

راجستان رویلز لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۷ منډې جوړې کړې او چنای لوبډلې ته یې د ۲۱۸ منډو هدف کیښود.

د راجستان لخوا په توپ وهنه کې سانجو سمسون وو،چې د لوبې بڼه یې بدله کړه.نوموړي په ۳۲ توپونو د ۹ شپږیزو او یوې څلوریزې په مټ (۷۴) منډې جوړې کړې.

د لوبډلمشر سټیو سمېت هم ښه لوبه ترسره کړه او نوموړي په ۴۷ توپونو (۶۹) منډې جوړې کړې.

خو په وروستیو کې جوفرا ارچر لوبه هغه مهال په زړه پورې کړه،چې نوموړي د چنای لوبډلې په چټک توپ اچونکي لونګي نېګدي باندې په دوو توپونو ۲۷ منډې جوړې کړې. د نېګدي په لومړیو دوو توپونو شپږیزې ولګیدې او نو بالونه هم شول او ټولې څلور شپږیزې پرې ولګیدې او ارچر په ۸ توپونو ۲۷ چټکې منډې جوړې کړې.

د چنای لوبډلې لخوا سام کرن (۳) او نورو توپ اچونکو یوه،یوه ویکټ واخیسته.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې چنای لوبډلې هم ښه لوبه روانه کړه،خو هدف ته ونه رسیدله.

یادې لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو شل اورونو کې پوره ۲۰۰ منډې جوړې کړې او سیالي یې بایلوده.

چنای لوبډلې لخوا توپ وهنه کې ډوپلیسي یو ځل بیا ښه لوبه وکړه.نوموړي د ۷ شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته،په ۳۷ توپونو (۷۲) منډې جوړې کړې.

په نورو توپ وهونکو کې سام کرن (۱۷)،ویجې (۲۱)،واټسن (۳۳)،کېدر جادف (۲۲) او ډوهني وروستي اور کې د سر په سر درې شپږیزو په مرسته (۲۹) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د راجستان لخوا توپ وهنه کې راهول تېواتیا (۳) او نورو توپ اچونکو یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

یاده دې وي چې دا د ۲۰۱۰ کال راهیسې د راجستان رویلز لوبډلې لومړی بریا وه،چې چنای لوبډلې ته یې په لومړی توپ وهنې سره ماتي ورکوي.

ټاکل شوي چې ددې سیالیو په دوام به نن کلکته نایټ رایډرز او ممبۍ انډیانز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.ممبۍ لدې وړاندې خپله لومړی لوبه چنای لوبډلې ته بایللي وه او کلکتې بیا لومړی لوبه ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ