ډوهني: که چیرې نو بالونه مونږ نه وای کړي،تر ۲۰۰ پورې هدف مونږ څارلی شو | خبریال

ډوهني: که چیرې نو بالونه مونږ نه وای کړي،تر ۲۰۰ پورې هدف مونږ څارلی شو

کریکبال وېبپاڼه- د چنای سوپر کینکز لوبډلې کپتان مهندراسينګ ډوهني وايي،که چيرې په تیره لوبه کې له دوی څخه ځينې نو بالونه نه وای ترسره شوي،مونږ کولی شول چې تر ۲۰۰ پورې هدف مو چېز کړی وای.

چنای سوپر کینکز لوبډلې ته هغه مهال هدف لوړ شو،کله چې نوموړي په شلم او وروستي اور کې تر ۳۰ پورې منډې ورکړې.

د نوموړي څخه په وروستي اور کې زیاتې منډې جوفرا ارچر جوړې کړې،چې په دوو توپونو یې ۲۷ منډې ترې جوړې کړې.

راجستان لوبډلې ټاکلو اورونو کې ۲۱۶ منډې جوړې کړې او وروستي چنای لوبډلې یاده سيالي په ۱۶ منډو توپیر بایلوده.

ډوهني وويل: ((که چیرې مونږ (نو بالونه) کنټرول کړي وای،تر ۲۰۰ پورې هدف مونږ څارلی شو او دا به یوه په زړه پورې لوبه هم وای.))

مهندراسینګ ډوهني همداشان د سټیو سمېټ او سانجو سمسون د توپ وهنې ستاینه هم وکړه او ویې ویل چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ښه لوبه ترسره کړه.

(( د ۲۱۷ منډو هدف په تعقیب کې تاسو حتما باید ښه پیل هم ورکړئ.د دوی توپ وهونکو سمسون او سمېت ډیره ښه لوبه ترسره کړه.دوی باید نه یوازې توپ وهونکو ته کریډيټ ورکړي،بلکې توپ اچونکو ته هم باید کریډيټ ورکړي چې ښه توپ اچونه یې ورته ترسره کړه.))

ډوهني همداشان توپ وهنې ته وختي نه راښکته کیدو لامل دا یاد کړ،چې زیاته موده یې کرکټ ندی ترسره کړی او له همدې کبله کرن ته وړاندې چانس ورکوي.

((ما د ډيرې اوږدې مودې راهیسې توپ وهنه نده ترسره کړې.څوارلس ورځې قرنطین کې ووم.له همدې کبله توپ وهنې ته سام کرن وختي راښکته کوم.))

ټاکل شوي چې نن به پدې سيالیو کې د ممبۍ انډيانز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ