برج خلیفه بیلډينګ د کلکتې لوبډلې په رنګ پوښل شوی وو | خبریال

برج خلیفه بیلډينګ د کلکتې لوبډلې په رنګ پوښل شوی وو

کریکبال وېبپاڼه- د ممبۍ انډيانز لوبډلې سره د لوبې د پيل وړاندې تیر ماښام د اماراتو تر ټولو ستر بیلډینګ برج خلیفه د کلکتې لوبډلې په رنګ پوښل شوی وو.

کلکتې لوبډلې هم په یوه ټویټ کې د برج خلیفه د څانګې څخه مننه کړې چې بلډينګ یې د دوی لوبډلې په رنګ (سره زر-ګلابي) پوښلی وو.

ټاکل شوي چې د ممبۍ انډيانز او کلکته نایټ رايډرز لوبډلو ترمنځ به د ای پي ایل پنځمه لوبه نن په ابوظبی ښار کې ترسره شي.

د ممبۍ انډيانز لوبډلې سره د مخامخ کیدو په اړه د کې کې ار لوبډلې کپتان دانش کرتیک وویل،دا به د دوی ټیم لپاره ډيره ښه وي چې د ای پي ایل پيل لومړی لوبه کې له ممبۍ انډيانز لوبډلې سره مخامخ کيږي.

((ممبۍ انډيانز لوبډله ډير بهترین او د ورلډ کلاس لوبغاړي له ځان سره لري.دوی ډير قوي لاین لري او ډير ځلې یې د ای پي ایل اتلوالۍ هم ګټلي دي.دا زمونږ لپاره ډيره ښه ده چې پدې ټورنمینټ کې وختي له ممبۍ انډيانز لوبډلې سره مخامخ کیږو.زه ډاډه یم چې دا به یوه ډيره ښه لوبه وي.))

د یادونې وړ ده چې کلکته نایټ رایډرز لوبډله د ممبۍ انډيانز لوبډلې په وړاندې ښه ریکارډ نه لري.

د دواړو لوبډلو ترمنځ ټولټال ۲۵ لوبې ترسره شوي چې په ۱۹ کې ممبۍ انډيانز لوبډلې بریاوې خپلې کړي دي.خو سږ کال کلکتې لوبډلې سره انګلستانی ایون مورګن،د امریکا کرکټ لوبډلې لوبغاړی علي خان او د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي پاټ کمینز او همداشان ورو توپ اچونکی کریس ګرین يو ځای شوي دي.

کلکتې لوبډلې په تیر پړاو ای پي ایل سيالیو کې پنځم مقام خپل کړی وو.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ