نوین الحق ۲۱ کلن او په ویاړ یې مینه والو ورته مبارکۍ وړاندې کړي | خبریال

نوین الحق ۲۱ کلن او په ویاړ یې مینه والو ورته مبارکۍ وړاندې کړي

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اوسنی ځوان چټک توپ اچونکی نوین الحق په ۱۹۹۹ میلادي کال د سپټمبر په ۲۳ نېټه په کابل ولایت کې زیږدلی دی او نن د نوموړي ۲۱مه کلیزه ده.

نوین الحق چې يو ځوان چټک توپ اچونکی دی،نوموړي په ډیر کم وخت کې وکولی شول چې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي.

نوموړي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سربیره،د افغانستان نوولس کلنو،الف ملي لوبډلې لپاره هم لوبې ترسره کړي دي.

سربیره پردې نوموړي د بنګله دېش کورني کرکټ (بي پي ایل) سیالیو کې د سېلهېټ او د کرابین پریمیر لیګ سیالیو کې ګیانا امازون ویریئرز لوبډلې هم لوبې ترسره کړي.

نوین الحق د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره څلور پنځوس اوریزې او ۵ شل اوریزې لوبې کړي،چې په ترتیب سره یې (۶) او (۱۰) ویکټې اخیستي دي.

سربیره پردې نوموړي په ۱۰ فرسټ کلاس سیالیو کې (۳۱) ویکټې او (۹۳) منډې جوړې کړي دي.

همداشان په ۱۶ لیسټ اې سیالیو کې یې (۲۴) ویکټې او (۷۷) منډې یې جوړې کړي دي.

د لیګونو یا کورنیو شل اوریزو لوبو کې تردې مهاله نوموړي ۴۵ شل اوریزې لوبې کې برخه اخیستي چې ۴۷ ویکټې او همداشان توپ وهنه کې یې یو کم سل منډې جوړې کړي دي.

نوین الحق چې د یوه ځوان چټک توپ اچونکي په توګه ډیره ښه آینده لري،پدې وروستیو کې یې د کرابین پریمیر لیګ سیالیو پر مهال د خپلې لوبډلې لپاره ډیرې ښې کارکردګۍ ترسره کړې.

هیره دې نه وي چې د نوموړي په مشرۍ کې افغان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبو ته هم لار موندلي وه او په یاد ټورنمینټ کې نوموړی دوهم زیاتې ویکټ اخیستونکی بالر وو.

د نوموړي د زوکړې د ورځې په ویاړ ډیری د کرکټ مینه والو هغه ته د مبارکۍ ترڅنګ، هغه ته د یو ښه راتلونکي درلودو هیلې څرګندې کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ