د مېچل مارش په وتلو سره محمد نبي ته د لوبیدو چانس! | خبریال

د مېچل مارش په وتلو سره محمد نبي ته د لوبیدو چانس!

کریکبال وېبپاڼه- د سنرایزررس حیدراباد لوبډلې الراونډر مېچل مارش د پښې د ټپ له کبله د ای پي ایل سیالیو څخه بهر شو.

مارش د ار سي بي لوبډلې خلاف په تیره لوبه کې د لومړي اور د ترسره کولو پر مهال د پښې له ستونزې سره مخ شو او نن حیدراباد لوبډلې هم تایید کړه،چې نوموړی له یاد لیګ څخه بهر شو.

حیدراباد لوبډلې پخپله ټویټر پاڼه لیکلي: (( مېچل مارش د ټپونو له کبله له سیالیو بهر شو.مونږ هغه ته د ژر روغیدو په هیله یو.))

حیدراباد لوبډلې ویلي،د هغه په ځای به په لوبډله کې جېسن هولډر ته ځای ورکړي.

د یادونې وړ ده چې لدې وړاندې په لومړی لوبه کې نیوزیلینډي توپ وهونکي کین ویلیمسن هم د ټپونو له کبله شتون نه درلوده.تراوسه ښکاره نده چې نوموړی به په راتلونکي لوبه کې برخه واخیستلی شي او کنه!

د مارش په وتلو سره داسې اټکل کیږي،چې په راتلونکي لوبه کې به،افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل ته ځای ورکړل شي.

ټاکل شوي چې سنرایزرس حیدراباد لوبډله به راتلونکي لوبه د شنبې په ورځ د کلکتې لوبډلې خلاف ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ