ای پي ایل: ممبۍ انډیانز لوبډلې د ۴۹ منډو په توپیر کلکته لوبډله ماته کړه | خبریال

ای پي ایل: ممبۍ انډیانز لوبډلې د ۴۹ منډو په توپیر کلکته لوبډله ماته کړه

کریکبال وېبپاڼه-د ای پي ایل سیالیو په دوام پنځمه لوبه کې تیره شپه ممبۍ انډیانز لوبډلې وکولی شول چې د اماراتو په خاوره کې لومړی بریا خپله کړي.

یادې لوبډلې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته د ۴۹ منډو په توپیر ستره ماتي ورکړه.

د لوبې ټاس کلکتې لوبډلې وګاټه او د توپ وهنې نوبت یې ممبۍ انډیانز لوبډلې ته ورکړ.

ممبۍ انډیانز لوبډلې پیل ښه نه وو او د سر لوبغاړی کوینټن ډي کوک یې په یوه منډه له لاسه ورکړ،خو وروسته د سوریا کمار یادف او روهیت شرما ترمنځ په زړه پورې ملګرتیا ترسره شوه.

سوریا کمار د (۴۷) منډو جوړولو وروسته خپله ویکټ په منډه کې له لاسه ورکړه.روهیت شرما خپلې لوبې ته دوام ورکړ او اتلسم اور کې یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

نوموړي په ۵۴ توپونو (۸۰) منډې جوړې کړې.شپږ شپږیزې او ۳ څلوریزې یې ووهلې.

په نورو توپ وهونکو کې هارډیک پانډیا (۱۸)،سوراب تېواري (۲۱) او پولارډ (۱۳) ناسوځیدلي منډې وکړې.

د کلکتې لوبډلې لخوا توپ اچونه کې شیوام ومي (۲)،سونیل ناراین او رسل (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف پوره کولو کې کلکته لوبډله په بشپړه توګه پاتي راغله او په شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۶ منډې جوړې کړې او سیالي یې بایلوده.

د کلکتې لپاره په توپ وهنه کې چټک توپ اچونکی پاټ کمېنز تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو.نوموړي په ۱۲ توپونو د ۴ شپږیزو په مټ (۳۳) منډې جوړې کړي وې.

د ممبۍ لپاره په توپ اچونه کې بولټ،بومرا،پاټینسن،چهار (۲-۲) او پولارډ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نن به پدې سیالیو کې شپږمه لوبه د کینکز الیون پنجاب او رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ