پاکستان کرکټ بورډ: زمبابوې لوبډله به اکتوبر میاشت کې د دوی هیواد ته سفر وکړي | خبریال

پاکستان کرکټ بورډ: زمبابوې لوبډله به اکتوبر میاشت کې د دوی هیواد ته سفر وکړي

کریکبال وېبپاڼه- پاکستان کرکټ بورډ تایید کړې چې زمبابوې کرکټ ملي لوبډله به د یو شمیر سيالیو د ترسره کولو په موخه راتلونکي اکتوبر میاشت کې د پاکستان دوره وکړي.

دواړه لوبډلو ترمنځ به د درې يو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لړۍ د اکتوبر له ۳۰ مې نېټې څخه پیل شي.یو ورځنۍ سيالۍ د دواړو لوبډلو ترمنځ د ورلډ کرکټ لیګ پړاو برخه دي.

ورلډ کرکټ لیګ سيالۍ د ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته د لار موندنې په موخه دي او یادو سيالیو ته ۸ پياوړي لوبډلې په اتوماتیکه توګه لار پیدا کوي.

پاکستان کرکټ بورډ ډایریکټر ظاهرخان ویلي،دوی لدې وړاندې د سريلانکا او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د سيالیو کوربتوب په ښه توګه کړی دی او د زمبابوې په وړاندې د سيالیو کوربتوب به هم د کرونا څخه د ژوند خوندي چاپيریال کې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه چې زمبابوې ۳۲ کسیز پرسونل چې کله د دوی هیواد ته راځي،له دوی څخه به د کرونا ټيسټونه هم ترسره کیږي.

د زمبابوې او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پداسې مهال دغه سيالۍ ترسره کيږي،چې لدې وړاندې په پام کې وه چې افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به په جولای میاشت کې د پنځو شل اوریزو لوبو سیریز ترسره شوی وای.خو په زمبابوې هیواد کې د کرونا د پيښو له ډيریدو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ دغه سیریز لغوه اعلان شو.

زمبابوې کرکټ بورډ لدې وړاندې ويلي وو،چې دوی په روان کال کې ډيرې ښې لوبې په مخکې درلودې،خو د کرونا له کبله له زیان سره مخ شوې.

زمبابوې کرکټ بورډ هم د پاکستان دوره تایید کړې او ویلي یې دي چې خپل حکومت ورته اجازه ورکړي ده.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ