ویراټ کوهلي په کرکټ کې (یو- یو) ټيسټ نریندرا مودي ته معرفي کړ | خبریال

ویراټ کوهلي په کرکټ کې (یو- یو) ټيسټ نریندرا مودي ته معرفي کړ

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې او همداشان د رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې کپتان ویراټ کوهلي د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته په کرکټ کې د (یو- یو) ټيسټ په اړه معلومات ورکړل.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له ویراټ کوهلي څخه وپوښتل چې ما پدې اوس ورځو کې اوریدلي دي چې لوبډلې ته لوبغاړي د (يو-یو) ټيسټ له لارې انتخابیږي،دا (یو-یو) ټيسټ څه شی وي؟،که چيرې یو کپتان پکې پاس شي، بیا د لوبډلې پاتي کيږي،که څه خبره وي؟

ویراټ کوهلي په موسکا سره ځواب ورکړ او ویې ویل: ((دا ټيسټ د فېټینس له اړخه ډير مهم دی.که چیرې مونږ د نړیوال فېټنیس لیول په اړه خبرې کوو او مونږ خپل فېټينس لیول د نورو لوبډلو سره پرتله کوو.زمونږ فېټنیس لیول لا هم په ټيټه لیول کې دی.مونږ غواړو چې فېټنیس برخه کې نور کار هم وکړو او دا د لوبې بنسټیز ضروریات شمیرل کیږي.))

ویراټ کوهلي وويل،(یو-یو) ټيسټ د شل متره واټن پورې له یوې خوا او بلې خوا پورې چټکه منډه وهل دي.

ویراټ کوهلي چې اوسمهال په عربي اماراتو کې له بنګلور لوبډلې سره دی،وایي پخپله دی هم اړ دی چې په ملي لوبډله کې د ځای خپلولو لپاره پدغه ټیسټ کې بریالی شي.

د نوموړي په وینا کوم لوبغاړی چې په (يو-یو) ټيسټ کې ناکام شي،هغه د لوبډلې څخه پاتي کیږي،ان که د لوبډلې کپتان هم وي.

د ویراټ کوهلي په وینا،زه هم د هغو له لوبغاړو له ډلې څخه لومړی کس یم چې پدې برخه کې منډه وهم.که چیرې زه پخپله هم پدې برخه کې ناکام شوم،د لوبډلې څخه پاتي کیدلی شم.

د یادونې وړ ده چې ویراټ کوهلي هغه لوبغاړی دی چې د فېټنیس له اړخه په نړۍ کې یو فېټ لوبغاړی شمیرل کیږي.

 

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ