ای پي ایل: کینکز الیون پنجاب په ۹۷ منډو توپیر بنګلور لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

ای پي ایل: کینکز الیون پنجاب په ۹۷ منډو توپیر بنګلور لوبډلې ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په دوام تیره شپه په شپږمه لوبه کې د کینکز الیون پنجاب لوبډلې په اسانۍ سره بنګلور لوبډلې ته ماتي ورکړه.

کینکز الیون پنجاب لوبډلې لومړی توپ وهنې په کولو سره ټاکلو شل اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځیدو ۲۰۶ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه.

د کینکز الیون پنجاب لوبډلې لپاره کپتان کې ایل راهول د پیل څخه تر اخره ښکلي لوبه ترسره کړه.نوموړي په ۶۹ توپونو سره ۱۳۲ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.د نوموړي په توپ وهنه کې ۷ شپږیزې او ۱۴ څلوریزې هم شاملې وې.

د ار سي بي لوبډلې لخوا توپ اچونه کې شېوام ډوبي (۲) او چهال (۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په تعقیب کې بنګلور لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۷ اورونو کې ۱۰۹ منډط جوړې کړې او سیالي یې د ۹۷ منډو په توپیر بایلوده.

د ار سي بي لپاره توپ وهنه کې واشنګټن سنډر (۳۰)، ډیویلیرز (۲۸) او پېنچ (۲۰) زیاتې منډې جوړې کړي وې.

د کینکز الیون پنجاب لوبډلې لخوا توپ اچونه کې موروګن اشوان او راوي بېشنوی (۳-۳)، شېلډن کټرال (۲)،محمد شامي او مکسویل (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې نن به پدې سیالیو کې د ډهلي کېپټلز او چنای سوپر کینکز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ