کې ایل راهول د ټنډولکر ریکارډ مات کړ | خبریال

کې ایل راهول د ټنډولکر ریکارډ مات کړ

کریکبال وېبپاڼه- د کینکز الیون پنجاب لوبډلمشر کې ایل راهول په تیره سیالۍ کې د هند کرکټ پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر ریکارډ مات کړ او نوموړی لومړی هندي لوبغاړی شو،چې ای پي ایل سیالیو کې (۲۰۰۰) چټکې منډې ترلاسه کوي.

نوموړي دغه دوه زره چټکې منډې په ۶۰م اننګز کې ترلاسه کړې.

په ټوله کې ای پي ایل سیالیو کې د ۲۰۰۰ چټکو منډو جوړولو ریکارډ له کریس ګېل سره دی،چې په ۴۸ اننګزونو کې یې بشپړې کړي دي.خو د هندي لوبغاړو په استازیتوب راهول لومړی لوبغاړی شو چې ۲۰۰۰ چټکې منډې جوړوي.

راهول پداسې مهال سیالۍ ته راښکته شو،چې یوازې دوو منډو ته یې اړتیا درلوده.

وروسته نوموړي وکولی شول چې تر پایه ناسوځیدلی پاتي شي او ۱۳۲ منډې یې جوړې کړې.

ياده سیالي کینکز الیون پنجاب لوبډلې په ۹۷ منډو توپیر له بنګلور لوبډلې څخه وګټله.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ