اسټرالیا کرکټ بورډ د افغانستان سره ټیسټ لوبه وځنډوله | خبریال

اسټرالیا کرکټ بورډ د افغانستان سره ټیسټ لوبه وځنډوله

کریکبال وېبپاڼه- اسټرالیا کرکټ بورډ خبر ورکړئ چې د افغانستان سره د یواځینۍ ټیسټ لوبې سربیره یې د نیوزیلینډ سره د روان کال یو ورځنیو لوبو سیریز هم ځنډولی دی.

اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي،د افغانستان کرکټ بورډ او نیوزیلینډ کرکټ بورډ سره یې په مشورې د روان کال لوبې ځنډولي دي.

اسټرالیا کرکټ بورډ زیاته کړې چې یادو هیوادونو سره به په یوه مناسب وخت کې دغه سیالۍ به ترسره کړي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ سرپرست اجرائیه رئیس نیک هکلي وویل، اسټرالیا کرکټ بورډ خپله هڅه وکړه ،چې له خپلو ښو انډیوالونو نیوزیلینډ او افغانستان سره دغه سیالۍ سره روان کال کې ترسره کړي.خو د سفري محدودیتونو،قرنطین او نورو ستونزو له کبله یې ونشول کولی چې روان کال کې له دوی سره سیالۍ ترسره کړي.

هکلي زیاته کړه،چې له یادو هیوادونو سره به په یوه داسې مناسب وخت کې چې کرونایي محدودیتونه هم اسان شي،له دوی سره سیالۍ ترسره کړي.

ټاکل شوي وه چې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې به دغه د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې سره دغه یواځینی ټیسټ لوبه د راتلونکي نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه ترسره کړي وای.

لدې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجرائیه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي ویلي وو.له اسټرالیا کرکټ بورډ سره یې خبرې روانې کړي چې د افغانستان سره ټیسټ لوبه د نومبر په ځای د دسمبر په اوومه نېټه په پرت لوبغالي کې ترسره کړي.

جار ویلي وو،اسټرالیا کرکټ بورډ غوښتل چې دا لوبه به د شپې/ورځې ټیسټ لوبه وي،خو دوی ځکه ورسره نه وو همغږي،چې افغانستان د شپې/ورځې ټیسټ لوبې تجربه نه لري.

د عبدالرحیمزي په وینا یادې سیالۍ ته د چمتوالي په موخه په پام کې وه،چې دوی به اکتوبر میاشت کې له بنګله دېش الف لوبډلې سره په اماراتو کې،څو سیالۍ هم ترسره کړي وای.

که څه هم اسټرالیا کرکټ بورډ د افغانستان او نیوزیلینډ سره د لوبو سیریزونه وځنډول،خو یاد هیواد به د هندوستان سره د څلورو ټیسټ لوبو لړۍ ته چې په دسمبر کې پیلیږي،دوام ورکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ