د کریکټ بورډ چارې له انګلستانه رهبري کېږي! | خبریال

د کریکټ بورډ چارې له انګلستانه رهبري کېږي!

کریکبال وېبپاڼه- سره له دې چې افغان کریکټ بورډ په رهبرۍ کې بې حسابه ستونزې دي، ولې بیا هم ارګ دې ټکي ته یا خو متواجه نه دی،یا هم ځینې اشخاص په کې خوښ دي،چې اوبه خړې کړي او ماهیان پکې ونیسي.

په بورډ کې بې ځایه او بې منطقه ګمارنې کېږي،د یو شمېر کارمندانو تر منځ حتأ فزیکي شخړې هم وشوې،خو رهبري یې لا هم په دې ونه توانیده چې ستونزې حل کړي.

تېره ورځ د افغان کریکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي په انلاین بڼه د کریکټ بورډ په وینا د بورډ د ځینو شعبو له مدیرانو سره خبرې وکړې.

لومړی خو دا چې دا کوم منطق دی چې د کرونا ګواښ نشته،بله ستونزه هم نشته خو فرهان په انلاین شکل لیدنې کوي؟
ایا هغه څوک چې د کریکټ له سر و پای خبر نه دی،د داسې ادارې او د کارمندانو ستونزې به یې تشخیص او څه لارښونه به وکړي؟

یو څوک چې په میاشت کې یو ځل د کریکټ بورډ د عمومي ریاست پر څوکۍ کېني او یوه ورځ بورډ ته راځي،ایا دا د دندې اصول یا هم د دومره سترې ادارې لپاره داسې کس مناسب دی؟

زه وایم نور دې فرهان خپل تجارت ته ازاد کړل شي،هغه که په انګلستان،یا هم امریکا او یا په کابل کې کوي د بورډ رهبري ته دې یو غوره مدیر یو مناسب کس چې د بهر پر ځای ډېر وخت په کریکټ بورډ او خپل دفتر کې تېر کړي او هر سهار د قانون سره سم ۸:۰۰ بجې په خپله حاضري امضآ کړي، دفتر ته لاړ شي او روزماره چارې پر مخ یوسي او پلان عملي کړي او هم د ادارې ستونزې مهار کړي.
دا اداره په فرمایشاتو نه جوړیږي، او نه په انلاین بڼه مدریتونه شوني دي.

د بورډ اوسنۍ رهبري په مطلق ډول ناکامه ده او هم دا چې د کریکټ ادارې لپاره د یو وړ او د کریکټ پر اداره پوه کس ته ضرورت و او دی. ارګ په دې ښه پوهیږي چې څوک د دې لپاره مناسب او وړ دی او ولس څوک غواړي.

لیکنه: بهار سمسور

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ