ای پي ایل: ډهلي لوبډلې پرلپسې دوهمه بریا هم خپله کړه | خبریال

ای پي ایل: ډهلي لوبډلې پرلپسې دوهمه بریا هم خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سیالیو په دوام تیره شپه په اوومه لوبه کې ډهلي کېپټلز لوبډلې وکولی شول چې د ډوهني تر مشرۍ لاندې چنای سوپر کینکز لوبډلې ته په ۴۴ منډو په توپیر ستره ماتي ورکړي او پدې سره یې ای پي ایل سیالیو کې دوهمه بریا هم خپله کړه.

ډهلي لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره د شیکر داون (۳۵) او پریتیو شا د (۶۴) منډو په مرسته شل اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۵ منډې جوړې کړې او چنای لوبډلې ته یې د ۱۷۶ منډو هدف کيښود.

د چنای لوبډلې لخوا توپ اچونه کې پیوش چولا (۲) او سام کرن (۱) ویکټ ترلاسه کړه.

چنای لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو شل اورونو کې یوازې ۱۳۱ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۴۴ منډو په توپیر بایلوده.

د چنای لوبډلې لپاره ډوپلیسي یو ځل بیا زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو.نوموړي (۴۵) زیاتې منډې جوړې کړې.

د ډهلي لوبډلې لخوا توپ اچونه کې رباډا (۳)، انریچ نوج (۲) او اکسر پاټېل (۱) لوبغاړی وسوځاوه.

ټاکل شوي چې نن به پدې سیالیو کې د کلکته نایټ رایډرز او سنرایزرس حیدراباد لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ