راشدخان: هڅه به مو دا وي چې د کې کې ار خلاف تیره کارکردګي تکرار کړم | خبریال

راشدخان: هڅه به مو دا وي چې د کې کې ار خلاف تیره کارکردګي تکرار کړم

کریکبال وېبپاڼه- د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشدخان هیله ښيي چې د کلکتې لوبډلې خلاف په ننۍ سیالۍ کې به هغه شان کارکردګي ښيي،چې دوه کاله وړاندې یې د ای پي ایل غوراوي پړاو سیالیو کې د دوی خلاف ښودلي وه.

په ۲۰۱۸ کال غوراوي پړاو سیالیو کې راشدخان د کلکتې لوبډلې خلاف لومړی په توپ وهنه کې په لسو توپونو د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مټ ۳۴ منډې جوړې کړې.بیا یې توپ اچونه کې د ۱۹ منډو په بدل کې ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

یاده سیالي حیدراباد لوبډلې په ۱۴ منډو توپیر له کلکتې ګټلي وه او پایلوبې ته یې لار موندلي وه،خو پایلوبه کې په ۸ ویکټو له چنای لوبډلې لخوا له ماتي سره مخ شول.

راشدخان وویل: ((زما هڅه به دا وي چې هغه څه تکرار کړم چې په تیر کې مو د دوی خلاف کړي.خو هغه تیر وخت وو.شاید همغه شان حالت ونه اوسي،لکه څنګه چې مونږ تیر کوالیفای راونډ کې ولیدل.مګر زه به خپل هڅه جاري ساتم.هر وخت چې زه فرصت ترلاسه کوم،که هغه توپ اچونه،توپ وهنه او ډګر ساتنه وي.زما هڅه به دا وي چې لوبډلې لپاره ښه کارکردګي وکړم.))

راشدخان چې په کرابین پریمیر لیګ سیالیو پر مهال یې شل اوریز کرکټ کې ۳۰۰ ویکټې هم بشپړې کړې،د ننۍ لوبې اهمیت په اړه وویل:((دواړو ټیمونو لومړی لوبې بایللي دي،له همدې کبله به دغه سیالي دواړو لوبډلو ته ډیره مهمه وي.که څه هم مونږ لومړی لوبه ونشول کولای چې د ځان په ګټه پای ته وراسوو.خو مونږ باید په همدې لوبه کې د لومړی لوبې په څیر اساسي او سمه لوبه ترسره کړو او دلته هم د لوبې خوند واخلو.))

سنرایزرس حیدراباد لوبډله به د روان موسم ای پي ایل سیالیو لومړي ځل لوبه ابوظبی کې ترسره کړي،راشدخان وویل چې د وی یوازې سکیل او مهارت کارولو ته اړتیا لري.

((دا زمونږ لپاره نوی لوبغالی دی.مونږ لدې وړاندې دوبۍ کې لوبې ترسره کړې،خو دا ځلې په ابوظبی لوبغالي کې لوبه ترسره کوو.مونږ بعضې څو سیالۍ دلته ولیدې.زما په نظر چې مونږ یوازې سکیل او مهارت کارولو ته اړتیا لرو،ترڅو د لوبې خوند واخلو.))

د کلکتې لوبډلې کپتان دانش کرتیک بیا وویل،دوی خبر دي چې کومه برخه باید اصلاح کړي.

((که رښتیا ووایم د ممبۍ خلاف لوبه زمونږ تر ټولو خرابه ورځ وه.زه نه غواړم چې هغه وڅیړم.لوبغاړي پخپله هم پوهیدلي چې کومې برخې ته اړتیا ده چې دوی پرې کار وکړي.))

د یادونې وړ ده چې د کلکتې او حیدراباد ترمنځ ۱۷ سیالۍ ترسره شوي چې په لسو کې یې کلکتې بریا خپله کړي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ